1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر به پخپله له هند سره يوځای شي»

۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

د هند د دولت وزير او د پوځ متقاعد جنرال وي کي سنګ، ادعا کړې چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر به ډېر ژر «پخپله» له هند سره یوځای شي. هغه وویل، چې د دې لپاره هند باید یوازې یو څه انتظار وکړي.

https://p.dw.com/p/4WFh7
Kaschmir | Indien | Pakistan | Grenze | Chakothi
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshi

د دوشنبې په ورځ د هند په سرحدي ایالت راجستان په دوسا سيمه کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې کله چې د هند د دولت له وزير او د پوځ له متقاعد جنرال وي کی سیګ، څخه وپوښتل شول چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې میشت شیعه مسلمانان د هند د پولې د پرانیستلو غوښتنه کوي نو هغه یې په ​​ځواب کې وویل: «د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر به په خپله په هند کې مدغم شي. یو څه وخت انتظار وکړئ.»

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه، هم د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي ول چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د هند برخه ده. نوموړي ویلي، چې کشمیر له هند نه بېلېدونکې برخه ده او په دې کې هېڅ شک نه شته. هغه ويلي: «کله چې زه د جمو او کشمیر په اړه خبرې کوم، په دې کې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر او اکسايي چن هم شامل دي.»

 هند غازي آباد کې د بی جے پی غړي یوګي ادیتیا نات (C) جنرال وی کی سینګ او ستیاپال سینګ.
هند غازي آباد کې د بی جے پی غړي یوګي ادیتیا نات (C) جنرال وی کی سینګ او ستیاپال سینګ انځور: Imago/Hindustan Times/S. Ali

د اپوزيسیون له خوا ځواب

د متقاعد جنرال وی کی سینګ، د دې ادعا په اړه، د شیو سینا مشر او د پارلمان غړی سنجی راوت وویل: «که چیرې هڅه وشي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير په هند کې شامل کړل شي، د هغه ګوند به یې هرکلی وکړي. خو دولت دې مخکې تر دې منيپور سوله ایز کړي ».

د هندو ملتپال ګوند مشر شیو سینا وویل: «موږ تل د یوه متحد هندخوب لیدلی دی. موږ تل ویلي چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر زموږ دی. خو کله چې د پوځ مشر په دې څوکۍ کې و، باید هڅه یې کړې وای چې دا په خپله نقشه کی شامل کړي. اوس به هغه دا کار څنګه کوي؟»

سنجی راوت زياته کړه: «چين لداخ ته ننوتی او زموږ زمکه يې نيولي ده. ارونا چال پرادیش يې په خپله نقشه کی راوستې دی. لومړی دا ټول ختم کړئ، له هغه وروسته به د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په خپله له هند سره يو ځای شي. هغه وخت بيا کوم کار ته اړتيا نه شته»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل