1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينهندوستان

پوځ تورن دی چې مسلمانان هندو مذهبي شعار ورکولو ته مجبوروي

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

کشمیري سیاستوال وایي چې هندي پوځيان د سهار د لمانځه پر مهال یوه جومات ته ننوتي او هلته یې لمونځ کوونکي د «جی شري رام» شعارونورو ورکولو ته مجبور کړي. ډیر شمیر کشمیري سیاستوالو له حکومت څخه په دې اړه د څیړنو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4T4Ax
Pakistan Imran Khan Verhaftung Ausschreitungen Armee
انځور: Aamir Qureshi/AFP

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په سویلي ولسوالۍ پلوامه کې د ذادورا کلي سیمه ایز خلک وایي چې د سهار اذان پر مهال هندي پوځیان د دوی یوه جومات ته ننوتلي او هلته یې پر موجودو کسانو په زور او جبر سره د «جی شري رام» شعارونه ورکړي دي.

هند: پوليسو درې تنه د غويي غوښو شخړه کې نيولي، يو تن وژل شوی

په هندي رسنیو کې د زادورا د کلیوالو په حواله خپرو شوو رپوټونو کې ویل شوي چې دغه پيښه د شنبې (د جون میاشتې ۲۴ نیټه) په سهار رامنځته شوې ده، خو خلک بیا ترې د یکشنبې په ورځ خبر شوي دي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

سیمه ایز خلک وایي چې تر دې پيښې وروسته د پوځ او پولیسو یو شمیر لوړپوړې مشران کلي ته ورغلي ول او ویلي یې دي چې دغه موضوع به وڅیړي.

څه پيښ شوي وو؟

د کلي یوه اوسیدونکي وویل چې د هندي پوځ یوه واحد د ګزمې پر مهال له سهار کیدو ډیر مخکې یو شمیر نارینه وو ته وویل چې له خپلو کورونو څخه دې را ووځي. هغه وویل چې نوي استخدامیدونکو پوځیانو ته روزنه ورکول کیږي چې د شپې له خوا خلک څنګه له کورونو څخه را وغوښتل شي.

د کلي یوه بل اوسیدونکي وویل «په پیل کې هغوي په ښه انداز کې خبرې وکړې، خو نارينه یې نږدې دوه ساعته دباندې همداسې ولاړ پريښودل.»

یوه بل کس وویل: «سهار وختي کله چې په لاوډسپیکر کې آذان پیل شو او نږدې نیم آذان شوی و، په هغه وخت کې هندي پوځیان جومات ته ننوتل او هلته یې په موجودو خلکو د [جی شري رام] شعارونه ورکړل.»

هند: د جومات پر سر شخړې ترنګلتياوې زياتې کړي

د کلي خلکو زیاته کړه چې په همدې منځ کې له جومات څخه دباندې ولاړو یو شمیر پوځیانو سیمه ایز خلک وهلي او ډبولي هم دي.

د مشهورې هندۍ ورځپاڼې «دي انډین ایکسپریس» په حواله کله چې په دې اړه په سري نګر کې د دفاعي چارو ویاند سره تماس ونیول شو، نو هغه وویل چې «ما تفصیلات غوښتي دي.»

د تحقیقاتو غوښتنه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر پخوانۍ والي محبوبه مفتي د دې پيښې په اړه د تحقیقاتو د غوښتنې ترڅنګ دغه پيښه غندلې ده. هغه ویلي: «د پوځي واحدونو په اړه د داسې یو څه اوریدو حیرانه کړې یم».

هغې په خپل یوه ټویټ کې لیکلي دي: «په پلوامه کې پر یوه جومات یرغل کول او دننه موجود مسلمانان د جی شري رام شعار ورکولو ته مجبورول، هغه هم له امرنات یاترا له مراسمو مخکې، له پارونې پرته بل څه نه دي.»

د رپوټونو په حواله کله چې د یکشنبې په ورځ په دې ارتباط د پلوامه د پولیسو له لوړپوړو چارواکو سره اړیکه ونیول شوه، نو هغوې تلیفون قطع کړ، په داسې حال کې چې د سویلي کشمیر د پولیسو مشر وویل چې هغه خبرې نه شي کولی، ځکه هغه «بیړنی روغتیایي حالت لري».

په هند کې ملتپالنه څرنګه دغه هیواد ته تغیر ورکوي

خو په رسنیو کې د رپوټونو تر خپریدو وروسته چارواکو له کلي څخه لیدنه وکړه، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې په دې ارتباط هیڅ ډول اقدام نه دی شوی. هڅې هم په کشمیر کې پوځي عملیات د افسپا IFSP د قانون له مخې مستثنا دي.

صلاح الدین زین: ش.ن/ ب.ص