1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان:پر يوې امريکايي د جنسي تيري په تور دوه کسان نيول شوي

۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې پولیسو تر هغه وروسته دوه کسان نيولي دي چې يوې امريکايي ښځې پر هغې د ډله ایز جنسي تیري رپوټ ثبت کړی وو. پېښه په پنجاب ايالت کې رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4EPZV
Pakistan | Todesurteil im Prozess gegen Vergewaltiger
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

امريکايي ښځې د خپل شکايت د ثبتولو پر وخت ويلي ول چې نوموړې هغه وخت د ډله ايز جنسي تير ښکار شوه چې د پنجاب ايالت په يوه هوټل کې له يوې سياحتي سيمې څخه د ليدلو په موخه ميشته وه. د پوليسو د لومړنيو څېړنو په حواله په نيول شويو کسانو کې د دغه ښځې کوربه چې هغه یې په ډېره غازي خان سيمه کې يوه هوټل ته بيولې وه، هم شامل دی.

د پوليسو په حواله دغه ښځه چې د اسوشيتد پریس خبري آژانس یې نوم نه دی په ډاګه کړی، کابو درې اونۍ تر مخه پاکستان ته رسېدلې وه.

پوليسو ويلي دي چې په دې اړه په پلټنو بوخت دي څو روښانه کړي چې دغه ښځه څرنګه هغو دوو کسانو چې د جنسي تيري تور ورباندې لګول کيږي، دغه هوټل ته بېولې وه. دغه ښځه تر دې دمخه پنځه ورځې د يوه تورن تيري کوونکي په کور کې وه.

په پاکستان کې د امریکا سفارت، اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې په لاهور کې د دوی قونسلګرۍ قرباني مېرمنې ته د خدماتو وړاندې کولو چمتووالی ښوولی دی.

هند: يو پولیس د جنسي تيري پر قرباني د احتمالي تیري له کبله نيول شوی

د سفارت له خوا زياته شوې: «په خارج کې د امريکايي اتباعو ساتنه د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت او زموږ د سفارتونو او قونسلګريو لومړيتوب دی. د احتمالي قرباني محرميت ته د درناوي په خاطر موږ نه شو کولی د ادعا شويو تورونو په اړه تبصره وکړو.»

که څه هم چې په پاکستان کې د ښځو د جنسي ځورونې قضیې عامې دي، خو د بهرنيانو پر وړاندې دا ډول جرايم لږ تر سترګو کيږي. يو شمير پاکستانۍ ښځې دا ډول پېښې نه ثبتوې څو په دغه ډول يو ټولنه کې له بدنامۍ ځان وساتي چېرې چې زياتره وخت په عدلي او قضايي سيسټم کې د نيمګړتياو له کبله تیری کوونکی جزا نه ويني.

ب. ص/ ن. ز (AP)