1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيه پر سپوږمۍ د اټومي انرژۍ د تاسيساتو جوړولو په فکرکي ده

۱۴۰۲ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د روسيې د فضايي آژانش مشر ويلي دي چي روسيه او چين تر ۲۰۳۰م کاله پوري د سپوږمۍ په کُره کي په جدي توگه د اټومي انرژۍ د تاسيساتو جوړول په پام کي لري.

https://p.dw.com/p/4dENp
Vollmond von der Türkei aus
انځور: Ozgen Besli/Anadolu/picture alliance

د روسيې د فضايي آژانش مشر، يوري بوريسوف ويلي دي چي دغه هيواد په پام کي لري چي د «فضايي اټومي انرژۍ» په څانگه کي خپل مهارتونه د سپوږمۍ په کُره کي له چين سره په يوه گډه پروژه کي په کار واچوي چي د سپوږمۍ پر سطحه د اټومي انرژۍ تاسيسات پکښي شامليږي.  

بوريسوف په هغه برنامه کي چي د ځوانانو له پاره جوړه سوې وه، وويل: «موږ نن ورځ د ۲۰۳۳ تر ۲۰۳۵ کال پوري په جدي توگه داسي يوه پروژه په پام کي لرو چي له خپلو چينايي همکارانو سره په گډه به دسپوږمۍ سطحي ته د انرژۍ واحدونه واستوو او هلته يې نصب کړو.»

بوريسوف وويل چي د لمريزي رڼا توليدي پنلونه، د سپوږمۍ پر کُره باندي د راتلونکي اوسيدونکو د اړتيا وړ بريښنا د تأمين له پاره کفايت نه کوي.

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

په امريکا متحده ايالاتو کي ځيني انگيرنې موجودي دي چي گواکي روسيه غواړي د ستلايتونو په وړاندي د اټومي وسلو له نوو ډولونو څخه استفاده وکړي. خو بوريسوف چي په ۲۰۰۲م کال کي يې د روسيې د فضايي آژانس (روس کوسموس) مشري پر غاړه اخيستې، ټينگار کوي چي روسيه په فضا کي د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو له پاره کومه برنامه نه لري.

بوريسوف زياتوي چي د سپوږمۍ پر کُره باندي اټومي تاسيسات بايد د ماشينونو په مرسته جوړ سي او ادعا کوي چي د دغه ډول پروژو له پاره تخنيکي لاري چاري مخکي لا موجودي دي.

د چين او روسيې فضايي همکاري

مسکو او پيکنگ د ۲۰۲۱م کال په مارچ مياشت کي د سپوږمۍ په کُره کي د يوې نړيوالې تحقيقاتي دستگاه د جوړولو له پاره يوه موافقتنامه لاسليک کړه او د هماغه کال د جون په مياشت کي يې د دغه ډول يوې دستگاه د جوړولو له پاره يوه نقشه معرفي کړه.

چين د سپوږمۍپر کُره باندي خپله تحقيقاتي برنامه هم لري او په پام کي ده چي د «چانگ‌اي۶» په نوم يوه بې پيلوټه فضايي بيړۍ په می مياشت کي واستوي، تر څو د سپوږمۍ کُرې له ډبرو څخه نمونې راواخلي.

د روسيې فضايي برنامې په وروستيو کلونو کي د ځينو پر شاتگونو شاهدې وې. تير کال د سپوږمۍ پر کُره د دغه هيواد لومړني ماموريت پس له ۴۷ کلونو هغه وخت ناکامه سو، چي د «لونا ۲۵» په نوم فضايي بيړۍ له کنتروله ووتله او سقوط يې وکړ.

په سپوږمۍ کي د اټومي انرژۍ د تاسيساتو د جوړولو پر سر سيالي؟

په سپوږمۍ کُره کي د راتلونکي احتمالي اوسيدو د اړتيا وړ انرژۍ د تأمينولو له پاره له رياکتورونو څخه د استفادې آيديا، د امريکا متحده ايالاتو د فضايي آژانس (ناسا) له خوا هم مطرح سوې وه. په ۱۹۶۹م کال کي تر اپولو ۱۱ ماموريت يو څه وروسته چي اول وار يې انسانان د سپوږمۍ کُرې ته واستول، د اپولو ۱۲ ماموريت فضانوردانو په سپوږمۍ کُره کي د اړتيا وړ بريښنا د تأمين د علمي تجربو له پاره له يوه جنراتور څخه استفاده وکړه.

لکه څنگه چي په سپوږمۍ کُره کي شپه د مځکي د ۱۴ ورځو په اندازه اوږده وي، يوازي پر لمريزي انرژۍ باندي تکيه، هم د بې پيلوټه او هم با پيلوټه ماموريتونو له پاره له خطره ډک وي. اوس په سپوږمۍ کُره کي د انرژۍ د تأمين موضوع لازيات اهميت پيدا کوي، دا ځکه چي ناسا غواړي د ارتميس په ماموريت کي چي په ۲۰۲۶م کال کي په پام کي نيول سوی، يو وار بيا انسانان د سپوږمۍ کُرې ته واستوي.

ناسا په ۲۰۲۲م کال کي اعلان وکړ چي په سپوږمۍ کُره کي د اټومي انرژۍ د سيستم د «پيشنهادي نظريو» د انتخاب له پاره د امريکا متحده ايالاتو د انرژۍ له وزارت سره همکاري کوي، چي د دغې لسيزي په آخره کي به پلي کيدو له پاره آماده وي.

GP/NZ/AG