1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته د ښځو د ورزش په اړه د المپیک کمېټې خبرداری

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

د المپیک نړیوالې کمیټې د ورزش په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ګډون ورزش ته د ښځو په خوندي لاسرسي پوري مشروط کړی.د بشري حقونو د څار سازمان له دې کمېټې غوښتی چې په نړيوالو لوبوکي دي د افغانستان غړیتوب ژر تر ژره وځنډول سي.

https://p.dw.com/p/4Kbzt
Frauenfußball | Afghanistan - England | in London
انځور: Justin Tallis/AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څار سازمان تر دې مخکي له دې کمېټې څخه غوښتی ول چې د ورزش په نړيوالو سياليو کي دي د افغانستان غړیتوب ژر تر ژره وځنډول سي.

د المپیک نړیوالې کمیټې د ورزش په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ګډون ورزش ته د ښځو په خوندي لاسرسي پوري مشروط کړی دی. د بشري حقونو د څار سازمان تر دې مخکي له دې کمېټې څخه غوښتی ول چې د ورزش په نړيوالو سياليو کي دي د افغانستان غړیتوب ژر تر ژره وځنډول سي.

په افغانستان کې ښځې سپورتي کلبونو ته له تلو څخه منع سوي
د المپیک نړیواله کمېټې په ۲۰۲۴م کال کي په پاريس کي د المپيک په سياليو کي د افغانستان ګډون ورزش ته د دغه هیواد د ښځو په خوندي لاسرسي پوري مشروطه کړی دی.
د دې تر څنګ د المپیک نړیوالي کمېټې غوښتي دي چي په نړيوالو لوبو کي د افغانستان په لوبډلو بايد هغه نجوني او ښځي هم شاملي وي چي هلته يې ژوند کوي. 
د المپیک نړیوالې کمېټې اجراییه پلاوي په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې پر نجونو او ښځو د طالبانو وروستي محدودیتونه شپه او ورځ څاري او په کلکه یې غندي.
دا اقدام یوه ورځ وروسته تر هغه وسو چې د بشري حقونو د څار اداري د المپیک نړیوالې کمیټې څخه وغوښتل چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان غړیتوب په دې کمیټه کې وځنډول سي.

 
د بشري حقونو د څار ادارې مدیر مینکی وردن  وویل له کله چې طالبان واک ته رسیدلي زرګونه ښځې او افغان نجونې له سپورټ ډګر څخه محرومې سوي دي. 
په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو پراخه سرغړونه تل په کور دننه او د هیواد نه دباندې تر انتقاد لاندې نیول سوې.
د المپیک نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د اوسنیو واکمنانو او د افغانستان د المپیک ملي کمېټې څخه غوښتنه کړې ده چې د هر ډول تبعیض په وړاندې دې د المیپک په منشور کې د ځای پر ځای سویو اصولو درناوی وکړي.

د افغانستان پروان ولایت کې د ښځینو لاریون
د افغانستان پروان ولایت کې د ښځینو لاریون انځور: TOLO News (for DW)

طالبانو د افغان ښځو د حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو څرګندونو ته شدید غبرګون ښودلی
د المپیک په نړیواله کمېټه کې د افغانستان د غړیتوب ځنډول سابقه لري. د طالبانو په لومړۍ دوره کي هم ښځو او نجونو د ورزشي فعاليتونو اجازه نه لرله او په دې دليل له ۱۹۹۹څخه تر ۲۰۰۳م کاله پوري په دغه کمېټه کي د افغانستان عضويت ځنډول سوی وو.