1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو افغانستان کې د سویډن پر هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه

امید دیدار
۱۴۰۲ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د طالبانو سرپرستې ادارې په افغانستان کې د سویډن هيواد پر هر ډول فعالیت له دې امله بندیز لګولی دی چې ګواکې دغه په هيواد کې د قران کریم سوځولو ته اجازه ورکړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4TizG
افغانستان کې د قران کریم سوځولوغبرګون کې لاریونه
افغانستان کې د قران کریم سوځولوغبرګون کې لاریونهانځور: AFP

طالبانو ویلي دي چې دا بندیز به تر هغه دوام کوي، چې څو سویډن د نړۍ له مسلمانانو بخښنه نه وي غوښتې.

د تېرې جون میاشتې په وروستیو کې د سویډن په ستاکهولم کې د یوه ۳۰ کلن عراقي په ګډون دوو کسانو د قران کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ او پاڼې یې پر خپلو پښو وموښلې. د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ؛ دغو کسانو ته د قران کریم د سوځولو اجازه په سویډن کې یوې ځايي محکمې ورکړې وه. دغې پېښې په ټوله اسلامي نړۍ کې غبرګونونه راوپارول.

د اسلامي همکاريو سازمان د قرانکریم سوځولو ضد اقداماتو غوښتنه کړې

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد نن سې ‌شنبه پر خپل ټویټر خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي:«وروسته له هغې چې په سویډن هيواد کې د الله ج د کتاب قران کریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوي، اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن هېواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي... . »

په دې خبرپاڼې کې طالبانو له خپلو ټولو اړوندو اورګانونو غوښتي دي چې د دغې حکم د پر ځای کولو له پاره دې جدي ګام واخلي.

پر افغانستان د طالبانو له دویم ‌واري ولکې وروسته د سویډن په ګډون هېڅ هېواد کې د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د سویډن هېواد سفارت هم په کابل کې تړلی پاتې دی.

د رویټرز د راپور په حواله، داسې ښکاري چې د طالبانو دا پرېکړه به د سویډن کمېټې په ګډون یو شمېر نادولتي بنسټونه اغېزمن کړي.

د سویډن ستاکهولم کې د قران سوځولو صحنه
د سویډن ستاکهولم کې د قران سوځولو صحنه انځور: Stefan Jerrevång/TT NEWS AGENCY/picture alliance

سویډن کمېټه له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او کلیو پراختیا برخو کې کار کوي، چې زرګونه افغانان ورسره په کار بوخت دي.

طالب ویاند ذبېح الله مجاهد دویچه ویله ته وویل، په سملاسي ډول او له معلوماتو ټولولو پرته نه شي ویلی چې د سويډن هېواد یا کومې سويډنۍ موسیسې په افغانستان کې فعالې دي؛ خو زیاته یې کړه، چې دا پرېکړه پر ټولو سويډني بنسټونو پلې کېږي.

«په سويډن کې يو سړی غواړي بيا قرآن کريم ته اور واچوي»

په افغانستان کې د طالبانو ادارې له لوري پر نادولتي موسساتو بندیزونو په ځانګړي ډول د ښځینه‌ کارکوونکیو پر کار بندیز لامل شوی دی چې یو شمېر بنسټونه مالي مرستو کې کمی راولي او ځینو خو لا وار له مخه خپل فعالیتونه درولي دي.