1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

فایزر: په المان کې هم د ترهګرۍ ګواښ ډیر شدید دی

۱۴۰۳ فروردین ۵, یکشنبه

مسکو ته نږدې د کنسرت پر یوه سالون تر خونړي برید وروسته چې تر ۱۳۰ ډیر انسانان په کې ووژل شول، د المان حکومت افراطي اسلامپاله د دې برید عاملان بولي. د المان کورنیو چارو وزیرې په المان کې هم د ترهګرۍ د خطر خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4e4ES
Berlin PK Nancy Faeser | Gesetzentwurf  Abschiebungen beschleunigen
د المان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزرانځور: MICHELE TANTUSSI/AFP

د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د شنبې په ورځ د «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې ته وویل: «تر اوسه پورې ترلاسه شوي ټول معلومات پر دې دلالت کوي چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د خراسان ولایت څانګه مسکو ته نږدې د خونړي ترهګریز برید مسئوله ده.»

د المان د کورنیو چارو وزیرې د دغې ډلې یعنې «اسلامي دولت» خراسان څانګه د نوم لنډیز (ISPK) په یادولو سره خبرداری ورکړ چې «د ISPK له خوا په اوس وخت کې په المان کې هم د اسلامستانو لوی خطر موجود دی.»

خراسان د مرکزي آسیا د سیمې تاریخي نوم دی چې د نورو ترڅنګ په کې د نني افغانستان، پاکستان او ایران هیوادونو برخې شاملې دي.

Russland Moskau | Gedenken an die Opfer der Terrorattacke in der Crocus City Hall
د جمعې (د مارچ میاشتې ۲۲ )په ماښام په مسکو کې د کنسرت پر تالار د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۳۳ انسانان وژل شوي وو.انځور: Piknik

فایزر وویل: «په المان کې د اسلامي ترهګرۍ خطر همدارنګه شدید پاتې دی.» فایزر زیاته کړه چې په کولن کې امنیتي ادارو د کرسمس او نوي کال له پاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي، څو د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د احتمالي برید خطر مخه ونیول شي. د هیواد امنیتي ادارو او د المان د اساسي قانون د ساتنې ادارې پر اسلامي افراطیانو خپله توجه متمرکزه کړې ده.»

فایزر له «زود دویچه سایټنګ» سره په مرکه کې د مسکو برید په څرګندو الفاظو وغانده او ویې ویل: «مونږ د دې بزدلانه او وحشانه برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمرازي څرګندوو.»

د روسي پلټونکو په حواله د مسکو په کراسنوګورسک ښار کې د جمعې په ماښام د کنسرت پر تالار د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۳۳ انسانان وژل شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

د شکمن بريدګر مور پر آلماني چارواکو نيوکي کوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب