1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ۱۰۰۰ کسه ترکي امامان بیرته ترکیې ته لیږل کیږي

۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبه

د جرمني او ترکیې حکومتونه یو داسې توافق ته رسېدلي چې له مخې به یې په تدریجي ډول هغه زر کسه ترکي امامان چې په جرمني کې د ترکیې د مذهبي چارو ادارې یا دیانت له پاره کار کوي، په راتلونکو کلونو کې خپلو کورونو ته ولیږل شي.

https://p.dw.com/p/4a9su
د آلمان په کولن ښار کې د ستر جومات ترکي امام اذان کوي.
د آلمان په کولن ښار کې د ستر جومات ترکي امام اذان کوي. انځور: Rolf Vennenbernd/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې ترکیه  او آلمان د لارې پر یوې داسې نقشې سره سلا شوي دي چې له مخې به یې په آلمان کې میشت ۱۰۰۰ امامان په تدریجي توګه د څو کلونو په موده کې بیرته خپلو کورونو ته ولیږل شي.

له کلونو راهیسې په آلمان کې د ترکیې له لوري دغه ګومارل شوي مبلغین یوه جنجالي موضوع پاتې شوې، ځکه چې دوی چې معمولا د څلورو کلونو له پاره آلمان  ته لیږل کیږي، د ترکیې د ملکي کارکوونکو په توګه د انقرې لارښوونې تعقیبوي او دا چې په آلمانۍ ټولنه کې د ژوند د واقعیتونو په اړه نیمګړي معلومات لري.

د آلمان حکومت غواړي چې په آلمان کې د امامانو روزنه وشي او له دې لړۍ ملاتړ کوي.
د آلمان حکومت غواړي چې په آلمان کې د امامانو روزنه وشي او له دې لړۍ ملاتړ کوي.انځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

د دیانت بنسټ اړوند دغه ترکي ملا امامان تر ډیره پورې په هغو جوماتونو کې کار کوي چې د ترکیې اسلامي اتحادیې له خوا یې چارې پرمخ وړل کیږي. د آلمان د حکومت په وینا، د دوی دېر یې په اروپا کې د ترکیې اسلامي کلتوري اتحادیې (ATIB) او ملي ګوروس اړوند په جوماتونو کې تبلیغ کوي، هغه دوې ترکي ادارې چې د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې په وروستي کلني راپور کې یې یادونه هم شوې ده.

د آلمان حکومت غواړي چې په آلمان کې د امامانو روزنه وشي او له دې لړۍ ملاتړ کوي. د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر په دې تړاو وویل: «زه خوشحاله یم چې له اوږدو خبرو اترو وروسته، موږ د لومړي ځل له پاره له ترکیې سره یوه داسې توافق ته ورسیدو چې له مخې به یې له ترکیې څخه د دولتي امامانو د ګومارنې مخه ونیول شي.»

هغې ټینګار وکړ: «موږ غواړو چې امامان د مذهبونو ترمنځ په خبرو اترو کې برخه واخلي او زموږ په ټولنه کې د عقیدې په اړه بحث وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل