1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه نور افغان مهاجر اخراج سول

۱۳۹۸ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

له جرمني څخه د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج په لړۍ کي يوه بله ډله افغان مهاجر هم افغانستان ته اخراج سوي او کابل ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3HNnA
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د جرمني خبري آژانس (dpa) د کابل د هوايي ډگر د چارواکو په حواله راپور ورکړی دی، چي د پنجشنبې په ورځ سهار په يوه الوتکه کي دغه هوايي ډگر ته ۳۰ تنه افغان مهاجر رسېدلي دي.

دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي (له کله راهیسې چي د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ پيل سوې ده) د افغان مهاجرو د اخراج ۲۳ پرواز وو. په تيرو ۲۲ پروازونو کي ۵۳۳ مهاجر چي ټول نارينه ول اخراج سوي ول.

له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ جنجالي ده، او له هغه وروسته چي د تيرکال په جولای مياشت کي کابل ته د ۶۹ اخراج سوو مهاجرو له ډلي څخه يوه خپل ځان وواژه، پر دې موضوع باندي بحثونو نور هم زور واخيست.

انتقاد کوونکي وايي چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دی. هغوی وايي چي د داعش او وسله والو طالبانو پرضد جگړه کي هره ورځ ملکيان وژل کيږي.

يوازي همدا تيره اوونۍ په کابل کي پر مخابراتو وزارت باندي يرغل ۱۴ کسان ووژل. د دغه يرغل مسئوليت افراطي ډلي داعش پرغاړه واخيست.

له ننگرهار څخه د دويچه ويله خبريال د معلوماتو له مخي له تيرو څو وروځو راهيسي د دغه ولايت په شيرزاد ولسوالۍ کي د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده او په لسونو کورنۍ له ولسوالۍ څخه وتلي دي.

N.Z/S.R(dpa)

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل