1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

له ګوانتانامو تر ټولو زوړ پاکستانی زنداني خوشې شو

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

پاکستان وايي په ګوانتانامو زندان کې د دغه هیواد تر ټولو زوړ زنداني آزاد شو. امریکا متحده ایالاتو سوداګر، سیف الله پراچا، په ۲۰۰۳ کال کې له القاعده شبکې سره د اړیکو درلودلو په تور په تايلند کې نيولی وو.

https://p.dw.com/p/4IpeL
USA Guantanamo Gefangener Saifullah Paracha
انځور: Counsel to Saifullah Paracha/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۰۲م کال د اکتوبر ۲۹مه) وویل چې پراچا په کیوبا کې د امریکا له پوځي زندان، ګوانتانامو، څخه راخلاص شوی او له خپلې کورنۍ سره به يو ځای شي.

په ګوانتانامو زندان کې يو وخت په سلونو هغه کسان اوسيدل چې امريکايي ځواکونو له خوا د ياغیانو او تروريستي شبکو سره د اړیکو درلودلو په تور نیول شوي ول. امريکايي ځواکونو دغه افراد امریکا باندې د القاعده شبکې د ۲۰۰۱م کال سپتمبر ۱۱مې بريدونو وروسته، د امريکا د «تروریزم ضد جګړې» په نوم جګړې په جریان کې نيولي ول.

د ګوانتانامو یو پخوانی زنداني له کاناډا ۲۸ میلیونه ډالر تاوان غواړي

د فرانسې خبري آژانس په حواله، سوداګر سیف الله پراجا، په ۲۰۰۳ کال په تایلند کې جهادي ډلې ته د مالي مرستو د برابرولو په تور ونيول شو، خو هغه خپله بې ګناهي حفظ او ادعا ېې کوله چې امریکا متحده ایالات ېې خوښيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامېه کې ويلي دي چې «د بهرنیو چارو وزارت هيواد ته د ښاغلي پراچا د بېرته راستنېدو له پاره د سازمانونو په سطح یوه پراخه پروسه بشپړه کړې ده.» په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ خوښ يو چې يو پاکستانی تبعه چې له هیواده بهر په بند کې وو بلاخره له خپلې کورنۍ سره بېرته یو ځای کيږي.»

شل کاله ګوانتانامو: د بې عدالتۍ او شکنجې سمبول؟

د امریکا ولسمشر، جو بایدن، تیر کال له بنده د پراچا او نورو پاکستاني اتباعو هر یو ۵۵ کلن عبدالرباني او ۴۱ کلن یمين چې اصلي نوم عثمان عبدالرحمن عثمان ښودل شوی، آزادول تائيد کړل. خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې د رباني یادونه نه ده شوې.

سیف الله پراچا چې په امریکا متحده ایالاتو کې ېې زده کړې کړي، د صادراتو او وارداتو یو مهم کاروبار ېې درلود چې امريکايي شرکتونه ېې اکمالول.

«له گوانتانامو آزاد سوي طالب بنديان قطر کي د سولي هڅي کوي»

امریکايي چارواکو نوموړی د اسامه بن لادن او خالد شیخ محمد په ګډون د القاعده شبکې له مهمو غړو سره د اړیکو پر درلودلو تورن کړی وو.

د پراچا وکيل په ۲۰۰۸م کال کې ويلي وو چې دغه سوداګر په ۱۹۹۹ کال کې له بن لادن سره ليدلي وو او تر هغه يو کال وروسته ېې بیا د یوه تلویزیوني پروګرام د تولید په ارتباط ورسره کتلي وو.

بايدن غواړي چې د ګوانتانامو زندان وتړي

د ريپرایف په نوم د بشري حقونو مرستندويه موسسې چې مرکز ېې په بریتانیا کې دی، سیف الله پراچا ېې د یو «دايمي حبس» وړ زنداني توصیف کړی وو.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل