1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د ماشومانو د مړينې کچه ټيټه شوې خو ګواښ لا هم شته

۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبه

دا رپوټ خبرداری ورکوي چې پر پرمختګ سربیره هم د ملګرو ملتونو هغه هدف ته د رسېدو له پاره نړيوالې هڅې چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د مخنيوي وړ مرګونو کچه راټيټه کړای شي، کافي نه دي. څيړنې د طبي علومو پر پرمختګونو هم رڼا اچولې ده.

https://p.dw.com/p/4dSSW
د زيږون پر وخت پيچلتياوې په لومړۍ میاشت کې د مړينې ستر علت دی
د زيږون پر وخت پيچلتياوې په لومړۍ میاشت کې د مړينې ستر علت دیانځور: Rebecca Blackwell/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو د يوه رپوټ په حواله چې د سه شنبې په ورځ یې خپور کړی دی، په ۲۰۲۲م کال کې د هغو ماشومانو د مړينې کچه چې لا پنځه کلن شوي نه وي، د ۴،۹ میليونه تاريخي کچې ته راټيټه شوې ده.

دا رپوټ چې دملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف)، د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اچ او) او نړيوال بانک له خوا په ګډه تاليف شوی دی، وايي چې د ماشومانو د مړينې کچه له ۲۰۰۰م کال راهېسې ۵۱ سلنه او له ۱۹۹۰م کال راهېسې ۶۲ سلنه راټيټه شوې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې د پرمختګ په حال کې هېوادونه لکه ملاوي، روانډا او منګوليا له ۲۰۰۰م کال راهېسې په ماشومتوب کې د مړينې په کچه کې د ۷۵ سلنې ټيټوالي شاهدان دي. 

د يونيسف اجريوي مشرې کاترين روسل، د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي: «د دې شمیرو [پرمختګ] تر شا د قابلو او مسلکي روغتيايي پرسونل هلې ځلې پرتي دي چې له مېندو سره مرسته کوي څو په خوندي توګه ماشومان وزيږوي، هغوی د مرګونو ناروغيو څخه د ساتنې په موخه واکسين کړي او [کورونو] ته په ورتګ سره له کورنيو سره مرسته وکړي.»

د ماشومانو د مړينې علتونه؟

په کم عمرۍ کې د مړينې يو مهم علت د زيږون پر وخت اختلاطات یا پيچلتياوې دي. له هغو ۱۶۲مليونه ماشومانو څخه چې له ۲۰۰۰ م کال راهېسې په ټوله نړۍ کې مړه شوي دي، ۷۲ میليونو یې په لومړۍ مياشت کې ژوند له لاسه ورکړی دی. تنفسي عفونیت، ملاريا او اسهال هم د دې مرګونو علتونه دي.

نړۍ د ۲۰۳۰م کال هدفونو ته د رسېدو له پاره هلې ځلې کوي

د پام وړ پرمختګونو سربیره هم رپوټ دا لاس ته راوړنې د «رکود او يا شاتګ» له ګواښ سره مخامخ بولي او موجودو دوامدارو ننګونو ته یې اشاره کړې ده.

نړۍ دمګړۍ د ملګرو ملتونو د هغه هدف ترلاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د مخنيوي وړ مړينو کچه په هرو ۱۰۰۰ ژونديو زيږېدلو کې ۲۵ مړينو ته راټيټه کړي خو دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې په دې برخه کې پرمختګ سست شوی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې ۵۹ هېوادونه اړتيا لري چې د ماشومانو د روغتياپالنې په برخه کې په چټکه توګه پانګونې وکړي.

په رپوټ کې ويل شوی دي چې لومړنيو روغتيايي خدماتو او روغتيايي کارکوونکو ته ښه لاس رسی وضعيت ته د پام وړ مثبت بدلون ورکولی شي.

په عين وخت کې د اقليم بدلون، زياتيدونکي نابرابرۍ، کړکيچونو او د کوويد – ۱۹ اوږده مهاله پايلو په څېر فکتورونه د يوه دوامداره ګواښ په توګه یاد شوي دي.

ب. ص/ س. ر (Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب