1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت او انفلاسیون د المانانو تر ټولو لویې انديښنې دي

۱۴۰۲ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د یوې نظر پوښتنې له مخې د المانانو تر ټولو ستره انديښنه انفلاسیون او دغه هیواد ته په لوړه کچه د مهاجرت موضوعات دي. تر دې وروسته بیا په ترتیب سره بې وزلي، ټولنیز نامساوات، اقلیمي تغیرات، جرمونه او تاوتریخوالی راځي.

https://p.dw.com/p/4YW2q
Deutschland Braunschweig | Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د «ایپسوس» په نامه د نظرسنجۍ موسیسې له خوا د یوې تازه ترسره شوې نظرپوښتنې د خپرو شوو پایلو له مخې په پراخه پيمانه المان ته د بهرنیو اتباعو دمهاجرت مسئله اوسمهال د دغه هیواد د وګړو تر ټولو لویه انديښنه ده.

د دغې څیړنې د پایلو له مخې په دې نظر سنجۍ کې د ګډون کوونکو ۴۴ سلنه کسانو د المان په اوسني ټولنیز وضعیت کې «مهاجرت» د خپلو انديښنو په هکله یو له درو مهمو موضوعاتو څخه ښودلی دی.

ویل کیږي چې په دې برخه کې د انديښنې کچه د تیرې میاشتې په پرتله ۱۱ سلنه لوړه شوې ده. مخکې تر دې د وروستي ځل له پاره څه باندې ۷ کاله مخکې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې په دې اندازه لوړې کچې ته رسیدلې وه.

په دغه هیواد کې د اوسني انفلاسیون (د پیسو پړسوب) له کبله د انديښنې کچه هم ډیره لوړه ثبت شوې ده او په دې نظرپوښتنه کې ۴۵ سلنه ګډون کوونکو دا یوه جدي او د انديښنې وړ معضله ارزولې ده. 

همدارنګه د دې نظرسنجۍ ارزونه له فقر یا بې وزلۍ او ټولنیز نابرابرۍ څخه د یو پر دریمه برخه المانانو د ویرې درلودلو کیسه کوي.

ویل شوي چې ۲۸ سلنه المانانو د اقلیمي بدلونونو او ۲۱ سلنه بیا د جرمونو او تاوتریخوالي د ډیریدو له کبله انديښنه ښودلې ده.

د مهاجرت د موضوع لوړ اهمیت

د همدې څیړنې په چوکاټ کې د نورو خپرو شوو ارقامو په اساس د مهاجرت اړوند د المانانو د انديښنې کچې، د ۲۹ هیوادونو د اتباعو په پرتله چې په دې نظرپوښتنه کې یې ګډون کړی دی، د انديښنې وړ مواردو د جدول په سر کې یې ځای نیولی دی.

د بیلګې په توګه په ترکیې کې د مهاجرت موضوع یوازې د ۴۱ سلنه خلکو له پاره د یوه مشکل جوړونکي موضوع په توګه ارزیابي شوې ده. ۳۲ سلنه هالنډیان او ۲۹ سلنه بریتانیانویان هم د مهاجرت د موضوع له کبله انديښمن دي.

خو د انفلاسیون یا په بل عبارت د پيسو د پړسوب موضوع په پرله پسې ډول د نورلسم ځل له پاره د ټولې نړۍ په کچه د انديښنې وړ موضوعاتو د فهرست په سر کې ځای لري.

د «ایپسوس» موسیسې پهنظرپوښتنه کې چې په انلاین بڼه ترسره شوې ده، د ۲۹ هیوادونو ۲۰ زرو او ۵۷۰ وګړو ګډون کړی وو. دغه نظر پوښتنه د سپټمبر میاشتې د ۲۲ او د اکتوبر میاشتې تر ۶ نیټې پورې د اسرائیل او حماس د جګړې له پیلیدو مخکې ترسره شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص