1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیویارک ټایمز: د طالبانو مشر په ملکي سیمو کې بریدونه منع کړي

۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبه

که دا خبره رښتيا وي، نو په تيرو څو کلونو کې دا لومړي ځل دی چې وسله وال طالبان په ملکي سیمو کې د بریدونو د نه کولو اعلان کړی. څو ورځې وړاندي داسي خبرونه هم خپارل شول چې گويا امريکا غواړي له طالبانو سره مخامخ خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/31jB1
Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Safi

څو ورځې وړاندي نیویارک ټایمز ورځپاڼې داسي يو راپور خپور کړي چې پکې ویل شوي ول چې د ولسمشر ترمپ ادارې خپلو دپلوماتانو ته سپارښتنه کړې ده، څو د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای له پاره له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړي.

یادې ورځپاڼې د جولای میاشتې پر ۱۸ نیټه په خپل یوه تازه رپوټ کې د افغان چارواکو او طالبانو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د طالبانو مشر خپلو جنګیالیو ته امر کړی دی څو د ملکي اهدافو له په نخښه کولو ډډه وکړي.

ورځپاڼې په خپل دغه تازه رپوټ کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د تلیفوني خبرو په حواله لیکلي دي چې دوی ته د مشرتابه له خوا امر شوی دی څو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه په ښارونو کې له بریدونو ډډه وکړي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د خپلې ټویټر پاڼې له لارې په دې هکله وضاحت ورکړی چې نیویارک ټایمز د نوموړي له خبرو ناسم تعبیر کړی. هغه وايي چې بریدونه به کیږي خو په دې برخه کې به له ډیر احتیاط څخه کار اخیستل کیږي. 

ذبیح الله مجاهد چې له یوه نامعلوم ځای څخه یې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره تلیفوني خبري کړي ویلي دي: «له اوربند راهیسې موږ په کابل کې هیڅ استشهادي برید نه دی کړی.» هغه ځانمرګي برید ته د استشهادي کلمه کارولې ده. مجاهد زیاته کړې ده چې د دغه راز بریدونو په هکله زموږ مشرانو موږ ته د خبرداري امر کړی او موږ به د هغوی دغه امر پر ځای کړو.

Nicaragua
انځور: Reuters/Parwiz

په عین وخت کې د ارګ ماڼۍ د ویاند مرستیال هم د دغه بدلون یادونه کړې ده. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې هکله ویلي: «موږ د دوی په لیکو کې بدلون وینو. اوس په ښارونو کې بریدونه کم شوي دي، خو دا د ځانمرګو بریدونو پای نه دی.»  نیویارک ټایمز: سپینې ماڼۍ له طالبانو سره د مستقیمو خبرو امر کړی

نیویارک ټایمز ورځپاڼي لیکلي دي چې دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د ځانمرګو بریدونو بندیز بیا هغوی پر بلې رقیبې ډلې یعنې داعش باندې کوم اغیز نه کوي. داعش ډلې په وار وار سره ملکي اهداف په نخښه کړي او ویلي یې دي چې دغه راز بریدونو ته به ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او حکومت ترمنځ تر اوربند وروسته اوه ځله ځانمرګي بریدونه یا هم د ځانمرګو بریدونو هڅې شوي، او طالبانو بیا په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي. داعش بیا د کابل په شهر نو سیمه کې د یوه ناکامه ځانمرګي برید او د شنبې په ورځ په هلمند کې له برید پرته د دغو ټولو بریدونو پړه منلې ده.

Afghanistan Opfer vom Selbstmordattentäter in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د رپوټ په حواله په هلمند کې د شنبې ورځې په برید کې یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو پر یوه اډه برید کړی چې پکې د پولیسو یو افسر وژل شوی دی.

په عین وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یادې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي دي چې دوی ځانمرګي بریدونه بند کړي نه دي او زیاتوي چې له ښارونو د باندې به دغه راز بریدونه ادامه ولري.

هغه ویلي دي: «زموږ مشر موږ ته اجازه نه راکوي چې په ښارونو کې بریدونه وکړو نو له دې امله موږ غواړو چې د ملکي تلفاتو په برخه کې ډیر پام وکړو.» هغه زیاته کړې چې دا په دې معنی نه ده چې موږ به په ښارونو کې بریدونه نه کوو.