1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هند: د بابري مسجد پر ځای رام مندر پرانېستل شو

۱۴۰۲ بهمن ۲, دوشنبه

نن د هند په ایودیا ښار کې د لرغوني بابري مسجد پر ځای، رام مندر پرانېستل شو. په دې پرانيستنه کې د هند لومړي وزیر او یو شمېر نورو مشهورو شخصیتونو برخه لرله.

https://p.dw.com/p/4bXl8
Indien | Ayodhya Ram Tempel
انځور: Rajesh Kumar Singh/AP Photo/picture alliance

د هند په ایودیا ایالت کې د لرغوني بابري مسجد د ړنګې شوې ودانۍ پر ځای نن د جنورۍ مياشتي ۲۲ نېټه رام مندر پرانيستل شو.

د دغه مراسمو سمبالوونکو ویلي، چې د مندر د پرانېستې له مراسمو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي د مراسمو کډون کوونکو ته وینا وکړه.

دا مراسم په تلویزیون او ټولنیزو رسنیو کې په انلاین بڼه نشر شول، خو په ورته مهال یو شمېر سینماګانو او هندو تنطیمونو هم د دغه مراسمو د ژوندۍ نندارې له پاره تیاری نيولی وو.

مرکزي حکومت نن په ټولو دولتي ادارو او محکمو کې د نېمې ورځې رخصتي اعلان کړې، چې د « بي جي پي» واکمن ګوند ایالتونو کې هم عملي کیږي. د اترپردیش او نوي ډیلي په ټولو ښوونځیو او کالجونو کې هم رخصتي اعلان شوې وه.

نن په دغه مراسمو کې څه وشول؟

په نوي جوړ شوي رام مندر کې بهګوان ته د نږدې بت «پران پراتشتها» مراسم ترسره شول. خو د هندوانو په منځ کې د مذهبي درجه بندۍ پر اساس څلور لوړو مذهبي مشرانو یا شنکر اچاریا په دې اړه اعتراض کړی دی. دوی وايي، تر څو چې معبد په بشپړ ډول نه وي جوړ شوی، نو په داسې حالت کې دلته د بت ساتل مناسب نه دي.

د میسور ډبرې تراش کوونکي ارون یوګي راج له خوا د تورې ډبرې ۵۱ انچه بت د معبد په 'ګرباګره' کې ځای پر ځای شوی دی. په دې مجسمه کې رام د یوه پنځه کلن ماشوم په توګه انځور شوی دی. د رام مندر د پرانستلو په مناسبت د دغه هېواد په ټولو ځایونو کې هندوان خوشاله دي.

د لومړي وزیر په وینا د هند نږدې ټول معبدونه سینګار شوي دي، د استوګنې په ځایونو او د هندوانو په ځایي سېمو کې هم  مذهبي مراسم تنظیم شوي دي.

هندو افراطي تنظیم «وشو هندو پریشد» نن د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ځانګړې غونډې جوړې کړې دي.

د هند لومړی وزير نريندر مودي د رام مندر پرانيستو په غونډه کې
د هند لومړی وزير نريندر مودي د رام مندر پرانيستو په غونډه کېانځور: India's Press Information Bureau/REUTERS

قوي امنیتي تدابیر

په ایودیا کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي ول. په مندر او شاوخوا کې یې تر ۱۰ زره ډېرې امنیتي کیمرې لګول شوي وي.

پولیسو هم په یونیفورم او شخصي لباسونو کې د خلکو څارنه کوله او همدارنګه د ښار په ټولو چوکونو او لویو لارو کې امنیتي موانع لګول شوي دي.

د کیمیاوي، بیولوژیکي او اټومي بریدونو او همدارنګه د سیلابونو او زلزلو په څیر ناورینونو سره د مبارزې او مخنیوي په خاطر د «این ډي ایف ار» په څېر تجربه لرونکي ټیمونه ګمارل شوي دي.

د هندي سينما مشهور ستوري اميتاب بچن هم دې مراسمو کې ګډون وکړ
د هندي سينما مشهور ستوري اميتاب بچن هم دې مراسمو کې ګډون وکړانځور: Rajesh Kumar Singh/AP Photo/picture alliance

دغه مراسمو ته فلمي ستوري، کرکټران او سوداګر هم بلل شوي وو

د رام مندر تنظیموونکو د دې تاریخي مندر د پرانیستې له پاره له ټول هیواد څخه شاوخوا اته زره خلک رابللي ول. د دوی له جملې څخه ۵۰۶ کسان د مهمو شخصیتونو په کتګورۍ کې ځای پر ځای شوي، چې د دې ګټګورۍ مهم غړي یې د بالیووډ اداکار امیتاب بچن، پخوانی کرکټر سچن ټنډولکر او مشهور سوداګرمکیش امباني او ګوتم اډاني شامل دي.

په دې لیست کې هغه فلمي ستوري هم شامل دي چې د رام مندر د غورځنګ ملاتړ يې کاوه. د دوی له ډلې د بالیووډ اداکار انوپم کیر، رندیپ هوډا، مادھوري دیکشټ، هیما مالیني، رنبیر کپور، عالیه بټ، کترینا کیف، کنګنا راناوت او ځيني نور فلمي ډایرکټران او پروډیوسران شامل دي.

د کرکټ لوبغاړو په منځ کې کپل دیو، سنیل ګاوسکر، مهندر سینګ دهوني، سوربه ګنګولي، راهول ډراویړ او وریندر سهواګ شامل دي.

د سترې محکمې ټول پنځه قاضیان چې د رام مندر په ګټه یې پریکړه کړې وه هم وربلل شوي ول. ډیری ساینس پوهان، پخواني ډیپلوماتان او شمېرعلمي څېرې هم د دغه مراسمو ګډونوال ول.

هند کې د رام مندر د پرانيستنې مراسم
هند کې د رام مندر د پرانيستنې مراسمانځور: Rajesh Kumar Singh

اپوزیسیون د پرانستې له مراسمو انکار کړی وو

د مخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې وه. د کانګرس ګوند ویلي وه چې دا مراسم د واکمن «بي جي پي» او « ار ایس ایس» دي.

د یادولو وړ ده چې د هند سترې محکمې په ۲۰۱۹م کال کې په خپله تاریخي پریکړه کې د بابري مسجد د ړنګیدو پر ځای د رام مندر د جوړولو اجازه ورکړه.

هندوان ادعا کوي چې رام د دهمدغه مسجد په ځای کې زیږېدلی او یو وخت دلته مندر وه خو سترې محکمې په خپله پریکړه کې د مسجد پر ځای د پخواني مندر درلودل رد کړي وه.

نوموړي د ۱۹۹۲م کال د دسمبر په شپږمه نېټه د ۱۶مې پېړۍ بابري مسجد د ړنګولو په اړه هم اعتراف کړی وو، خو د دغه هیواد د اکثریت هندوانو مذهبي احساساتو ته په درناوي، دوی هلته د مندر جوړولو اجازه ورکړه.

هغه وخت د سترې محکمې یادې پرېکړه ډېر وګړي حیران کړي وه، خو مسلمانانو له خپلې ژمنې سره سم د محکمې پرېکړه ومنله.

سترې محکمې د رام مندر څخه څه د پاسه ۲۵ کیلومتره لرې په دني پور کلي کې مسلمانانو ته د جومات جوړولو له پاره د پنځه جریبه ځمکې د ورکولو امر هم کړی و خو اوس مهال د جومات د جوړولو د پیل له پاره کوم کوټلی پلان نشته.

هند: د جومات پر سر شخړې ترنګلتياوې زياتې کړي