1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمنایجریا

وسله والو په نایجیریا کې په لسګونو ښځې تښتولي دي

۱۴۰۲ اسفند ۱۷, پنجشنبه

دغه پيښه د نایجیریا په شمال یوه لیري پرته سیمه کې، چیرې چې د بوکوحرام او داعش ډلې فعاله دي رامنځته شوې ده. په نایجیریا کې د تیرو څو کلونو راهیسې د یرغمل نیونې پيښې رامنځته کیږي، چې ډیری وختونه په کې ښځې په نخښه کیږي.

https://p.dw.com/p/4dFbE
Nigeria | Soldaten im Einsatz
نایجیریا په لوړه پيمانه د یرغمل نیونې په ځانګړي توګه د ښځو د یرغمل نیول کیدو له پيښو سره لاس او ګریوان دهانځور: AFP/Getty Images

د نایجیریا په شمال ختیځ بورنو ایالت کې یاغیانو ډېر کسان یرغمل کړي چې وروسته له هغې لږ تر لږه ۴۷ ښځې لادرکه شوي دي.

دغه پيښه څو ورځې مخکې رامنځته شوې وه. دا چې دغه سیمه لیري پرته او صعب العبور ده، نو جزویات یې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي دي.

د رپوټونو په حواله په پیل کې شا او خوا ۵۰ میرمنې یرغمل شوې وې، خو یو شمیر ښځې توانیدلي دي چې ځانونه د یرغمل نیونکو له منګولو خلاص کړې.

په بورنو ایالت کې د بوکوحرام او «اسلامي دولت» ډلې د لویدیځ افریقایي پروونس (ISWAP) دواړه ډلې فعاله دي.

دا پيښه څنګه رامنځته شوې ده؟

د جهادیانو ضد ملیشه ډلو مشرانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د کامرون او چاد هیوادونو پولې ته نږدې په نګالا کمپ کې اوسیدونکو مهاجرو ښځو لرګي یا خاشاک را ټولول چې د (ISWAP) د یاغیانو له خوا محاصره شول.

Symbolbild | Amnesty: Kinder leiden unter Terror in Westafrika
یو شمیر ښځې توانیدلي دي چې ځانونه د یرغمل نیونکو له منګولو خلاصې کړي.انځور: Nigerian Army/dpa/picture alliance

د ملکي ګډو عملیاتو ځواکونو یوه مشر رویټرز خبري آژانس ته وویل چې وسله والو کسانو قربانیان محاصره کړل او هغوی یې د بوټو د ځنګل په منځ کې د ګاونډي هیواد له سرحد څخه واړول. چارواکي زیاته کړې ده چې له دې ډلې درې ښځې په تېښته بریالي شوې وې.

له دغو ښځو څخه یوې یې رویټرز ته وویل چې وسله والو محاصره کړې او ورته ويې ويل چې «د بوټو په منځ کې زموږ تر شا راځئ (موږ تعقیب کړئ).

د فرانسې خبري آژانس د نګالا د سیمه ایزو استخباراتي ادارو د افسرانو په حواله ویلي دي چې دوی اطلاع ترلاسه کړې ده چې د یرغمل شوو ښځو شمیر تر دې هم زیات دی، په داسې حال کې چې د دوی د شمیر په اړه یې جزویات نه دي ورکړي.

نایجیریا په لوړه پيمانه د یرغمل نیونې په ځانګړي توګه د ښځو د یرغمل نیول کیدو له پيښو سره لاس او ګریوان ده، په داسې حال کې چې دغه هیواد د دغو جنایتکارانه بریدونو او ډله ایز تاو تریخوالي د مخنیوي په خاطر خپل ټول توان په کار اچولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز