1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د تخليې پر وخت د ګډوډۍ عامل د بایدن ادارې ناکام پلان وو»

۱۴۰۳ فروردین ۱, چهارشنبه

د امریکا د پوځ دوه جنرالان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې ېې له کابله د تخلیې پروسې څارنه کړې، د بایدن اداره تورنوي چې ناکام پلان ېې په دغه پروسه کې د ګډوډۍ لامل شو. دوی وايي پلان نامناسب وو او امر ېې ناوخته وشو.

https://p.dw.com/p/4dwAR
Afghanistan Kabul Flughafen
انځور: Shakib Rahmani/AFP/Getty Images

دغه څرګندونې د امريکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال مارک ميلي او د پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان، فرانک مک کینزي، د سه شنبې په ورځ د مارچ ۱۹مه د کانګریس د استازو مجلس د بهرنيو روابطو کمېټې يوې غونډې ته وکړې.

دا لومړی ځل دی چې دوه امریکايي مهم جنرالان په افغانستان کې د امریکا د حضور د وروستیو ورځو پر وضعیت دا ډول ښکاره او بربنډې خبرې کوي. له دې داسې ښکاري چې هغه وخت د امریکايي جنرالانو او بایدن ادارې تر منځ پر دغې موضوع اختلافات موجود ول.

له دوو مهمو اختلافاتو څخه چې په دغه غونډه کې بیان شول، يو ېې دا وو چې پوځ ته سپارښتنه شوې وه چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ثبات د ساتلو له پاره خپل لږ تر لږه ۲۵۰۰ عسکر پرېږدي او بل دا چې د بهرنيو چارو وزارت د تخلیې په پروسه کې څرنګه چې په کار وو په کافي اندازه چټک عمل ونه کړ.

د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر مخې ته يو ځانمرګی برید وشو چې په کې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون، تر ۲۰۰ پورې کسان ووژل شول
د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر مخې ته يو ځانمرګی برید وشو چې په کې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون، تر ۲۰۰ پورې کسان ووژل شولانځور: U.S. Marines/Handout/REUTERS

دغو جنرالانو وويل چې دوی په کافي اندازه امکانات درلودل چې د تخليې پروسه ېې په سمه توګه مدیریت کړې وای، خو داسې ونه شول.

له کابله د تخلیې پروګرام پر مهال د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر یوې دروازې مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې يو ځانمرګی برید وشو چې په کې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون، تر ۲۰۰ پورې کسان ووژل شول. دا هغه وخت وو چې د افغانستان مخکينی حکومت ړنګ او طالبانو بیا واک ترلاسه کړی وو.

دواړو جنرالانو د ګانګریس د يادې کمېټې استعمايه غونډې ته وويل چې په تخلیه کې د ګډوډۍ رامنځ ته کېدل د امريکايي پرسونل د وښکلو له پاره د بهرنیو چارو وزارت د ناوخته اقدام نتیجه وه.

هغه وخت په لسونو زره عام افغانان د کابل هوايي ډګر مخې ته راټول شوي ول او غوښتل ېې چې د امریکا متحده ایالاتو په پوځي الوتکو کې ځانونه بهر ته وباسي. په دې منځ کې يو شمېر کسان چې د امریکا ېوې پوځې الوتکې پر باندنۍ باډۍ ځانونه نښلولي ول، د الوتکې له پروازه څو شيبې وروسته لاندې ځمکې ته راوغورځېدل.

د ۲۰۲۱م کال د اګست تر نیمايي وروسته د کابل هوايي ډګر ته په زرونو ملکیان راغلي ول تر څو د بهرنیو قواوو په الوتکو کې بهر ملکونو ته ځانونه وباسي
د ۲۰۲۱م کال د اګست تر نیمايي وروسته د کابل هوايي ډګر ته په زرونو ملکیان راغلي ول تر څو د بهرنیو قواوو په الوتکو کې بهر ملکونو ته ځانونه وباسيانځور: Shakib Rahmani/AFP/Getty Images

مخکې له دې چې د امريکايي قواوو وروستۍ الوتکه له افغانستانه والوځي، د تخليې په پروسه کې چې شاوخو دوه اوونۍ وه، له ۱۳۰زرو ډېر ملکيان د امريکا او متحدینو په پوځي الوتکو کې بهر ته وښکل شول. جنرال کریس دوناهیو، د امریکا وروستی پوځي وو چې د کابل له هوايي ډګره د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د ۳۰مې نيټې په شپه له افغانستانه ووت.

 جنرال ميلي وويل: «د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د غیرجګړيز پرسونل د تخليې تصمیم د اګست په ۱۴مه اعلان کړ او د امریکا پوځ ورته دومره په سرعت او چټکتیا ځان چمتو او بسیج کړ چې د نړۍ په بل ځای کې به نه وي شوي.»

خو ميلي زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت دغه پريکړه ډېره ناوخته وه. هغه په دې هکله وويل: «اساسي اشتباه او اساسي زیان د بهرنيو چارو وزارت زمان بندي وه چې ډېره سسته او ډېره ناوخته وشوه.»

Deutschland Ramstein Air Base | Beratungen über Militärhilfe für Ukraine | Mark A. Milley, US-Generalstabschef
د امريکا د پوځ متقاعد پخوانی جنرال مارک ميليانځور: Wolfgang Rattay/REUTERS

مک کينزي بیا په خپلو خبرو کې وويل: «د تخلیې امر باید د بهرنیو چارو وزارت له خوا شوی وی، خو د طالبانو لاس ته د کابل تر پرېوتو څو اوونۍ او میاشتې مخکې. پنټاګون د تخليې پلان له پاره پر بهرنیو چارو وزارت ټينګار کاوه خو اندېښنه موجوده وه چې وزارت ورته تیار نه وو.»

دغه متقاعد جنرال زیاته کړه: «موږ په سېمه کې آن د جولای له ۹مې مخکې ځواکونه درولودل، خو هېڅ مو ونه کړل.» میک کينزي له افغانستانه د تخلیې پلان له پاره د بهرنیو چارو وزارت زمان بندي «مرګونی نقص وباله او پر هغه څه منتج شو چې په اګست کې پيښ شول.» هغه په دې هکله وويل: «زه باور لرم هغه پېښې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په منځ او آخر کې رامنځ ته شوې، (د تخليې) په پیلولو کې د څو میاشتني ځنډ نیغ په نيغه نتیجه ده. په واقعیت کې تر څو چې موږ بحراني حالت ته رسېدو، طالبانو ملک نیولی وو.»

جنرال مک کینزي چې اوس تقاعد شوی، هغه مهال د امریکا په پوځ کې لوړرتبه افسر وو. هغه له جمهور رئيس جو بایدن څخه غوښتي وو چې ۲۵۰۰ امریکايي عسکر به په بګرام هوايي اډه کې پرېږدي تر څو د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ېې د افغان ځانګړو ځواکونو څخه ملاتړ کړی وي.

د امریکا د پوځ پخوانی متقاعد جنرال مک کینزي
د امریکا د پوځ پخوانی متقاعد جنرال مک کینزيانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

بایدن په افغانستان کې د دومره لوی شمېر عسکرو پرېښودل رد کړي ول او پر ځای ېې  ۶۵۰ په شمېر ځواکونه انتخاب وکړ، چې دا د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د امنیت له پاره محدودېدل. خو دغه لږ شمېر ځواکونه د بګرام د ساتنې له پاره کافي نه ول، کوم چې په چټکۍ سره د طالبانو له خوا ونیول شو.

طالبان له افغانستانه د امريکايي قواوو تر وتلو وروسته تر اوسه پر دغه هیواد حاکم دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی. دغې ډلې تر اوسه په خپله واکمنۍ کې له اسلام دين څخه د خپل سخت تفسیر له مخې يو لړ بدلونونه رامنځ ته کړي چې تر ډېره ېې افغان ښځې اغیزمنې کړي دي. له دې جملې، طالبانو ښځې په اکثرو ادارو کې له کار کولو او همدارنګه له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو کې له زدکړو او تحصیل څخه بې برخې کړي دي.

سپينه ماڼۍ بیا د تخليې په پروسه کې د ګډوډۍ پړه د امریکا او طالبانو تر منځ پر شوي تړون باندې وراچوي کوم چې د پخواني جمهور رئيس دونالد ترمپپر وخت لاسلیک شوی وو. سپينې مانۍ تېر کال وموندله چې تخلیې پروسه ځکه له ګډوډۍ سره مل وه ولسمشر جو بایدن د هغو تړونو له کبله «مقيد يا مجبور» وو چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، د ځواکونو د ايستلو له پاره کړي ول.

 (AP) mks/bs/

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل