1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپيو: هدف مو له ايران سره جنگ نه دی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي له ايران سره د اټومي شخړي پرسر جگړه نه غواړي. بلکي هدف يې دا دی چي ايران په خپلو کړو وړو کي بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/3INHt
US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: Getty Images/L. Balogh

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د شنبې په ورځ له «سي ان بې سي» تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي «زموږ موخه جگړه نه ده، زموږ ټاکلی هدف دا دی چي د ايران مشرتابه په خپل چلند کي بدلون راولي».

هغه زياته کړې ده: «ايران په منځني ختيځ کي ستر بې ثباته کوونکی قدرت دی، او موږ ځان ته هدف ټاکلی دی چي هلته نظم راولو.»

پمپيو سيمي ته د امريکا د پوځي واحدونو د لېږلو دليل د ايران له خوا گواښ بللی دی. هغه ويلي دي چي امریکا غوښتل خپل امنيت ښه ترا وساتي او په عيني حال کي ځان ډاډه کړي چي په سيمه کي په کافي اندازه پوځي توان ولري. که چيري ايران په عراق، افغانستان، يمن او يا د منځني ختيځ په بله سيمه کي پر امريکايي اهدافو يرغل وکړي، امريکا به هم يوه مناسب جواب ته تيار وي.

ايران: په خلج کي د امريکايي پوځيانو شتون ښه «موقع» ده

د ايران «ايسنا» خبري آژانس د دغه هيواد د «سپاه پاسداران» د هوايي ځواک قومندان اميرعلي حاجی زاده، له قوله ليکلي دي چي پخوا په خلج کي د امريکايي ځواکونو شتون يو گواښښ وو، خو اوس يوه ښه موقع ده.

هغه ويلي دي: «يوه الوتکه لېږدونکې کښتۍ چي حداقل له ۴۰ تر ۵۰ پوري الوتکي او ۶۰۰۰ پوځيان پکښې ول، زموږ له پاره پخوا يو ستر گواښ وو خو اوس... تهديدونه په فرصتونو بدل سوي دي.»

هغه زياته کړه: «که [امريکايان] اوس حرکت وکړي موږ به يې پر سر وولو.»

(n.z(dpa,Reuters

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل