1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين په خاموشۍ په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي

۱۴۰۲ بهمن ۱۲, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د نړۍ يو شمير هېوادونه تر اوسه د طالبانو له حکومت سره اړيکو ته زړه نه ښه کوي، چين له افغانستان سره سفارتي او اقتصادي اړيکې پراخوي. چين لومړی هېواد دی چې ولسمشر یې د طالبانو د سفير باور ليک منلی دی.

https://p.dw.com/p/4bvbx
آرشيف انځور: په کابل کې د چين سفر د طالبانو د رئيس الوزرا سره د ليدنې کتنې پر وخت
آرشيف انځور: په کابل کې د چين سفر د طالبانو د رئيس الوزرا سره د ليدنې کتنې پر وختانځور: Taliban Prime Minister Media Office

د چين او افغانستان ترمنځ د لوړو پوړو چارواکو ليدنې کتنې، د معدنونو د برخې نوي تړونونه او د ترانسپورټي لارو د ترميم اقدامات د طالبانو د حکومت د چارواکو له خوا په پراخه کچه حمايه او اعلانيږي.

په دې وروستيو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وويل چې د چين د ولسمشر شي جين پينګ، له خوا په پيکنګ کې د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د سفير مولوي اسد الله چې په بلال کريمي مشهور دی، سفارتي باور ليک په رسمی توګه ومنل شو.

په دې ترتيب شي جين پينګ، لومړی ولسمشر شو چې د طالبانو د سفير باورليک یې په رسمي توګه قبول کړ. تېر کال د طالبانو رئيس الوزرا د چين نوي سفير ته په خپل هېواد کې هرکلی ويلی وو.

افغانستان ته د چين د پښې ورغځول

په پاريس کې د ستراتیژيکو مطالعاتو د څېړنې موسسې څخه شونکې والیري نيکيت، په دې اړه وويل: «د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان يوه له ننګونو ډکه ساحه ده خو دا د چين ځانګړنه ده چې هغه ځای ته ورځي او د ګټو ترلاسه کولو هڅه کوي چې څوک نه ورځي.»

هغې وويل: «چين افغانانو ته چې هر ډول مرستې ته اړتيا لري، پښه ور غځولی دی.»

په سپتمبر مياشت کې چين د لومړي هېواد په توګه په کابل کې نوی سفير وټاکه او د سه شنبې په ورځ پیکنګ ته د طالبانو د حکومت سفير، د څو نورو دیپلوماتانو سره په ګډه، د چين ولسمشر ته خپل باور ليک وړاندې کړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبن، وويل: «زما په آند کله چې د ټولو ښکيلو خواو انديښنو ته په ښه توګه ځواب وويل شي نو د افغان حکومت په رسميت پيژندنه به په طبيعي توګه ترسره شي.»

تېره مياشت چين د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان د ځانګړي استازي د تقررۍ د وړاندیز په اړه په رايه اچونه کې حاضر نه وو. طالبانو هم له دې وړاندیز سره سخت مخالفت ښوولی وو.

چين خپلو ګټو ته ليوال دی

نړيواله ټولنه غواړي چې طالبان نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار کولو بشپړه آزادي ورکړي، يو ټولشموله حکومت جوړ کړي او له اقليتونو څخه ساتنه وکړي.

خو د چين کړنلاره، يعني په رسميت د پيژندې پرته د نويو سفيرانو ليږ او منل پيکنګ ته د دې اجازه ورکوي چې هم خپلې اړيکي ټينګي کړي او نه هم له هغه کړۍ خارج شي چې نړيوالې ټولنې مطرح کړې ده.

نکيت د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په اصل کې چين د ښځو د حقونو هیڅ پرواه نه لري او که د طالبانو حکومت ته ور نیږدې کیدو ته ليوالتيا لري نو هیڅ شرطونه به کښېنږدي.»

خو بل لوري ته طالبان هم د چين په سینګيانګ ايالت کې چې د افغانستان پولې ته څیرمه پروت دی، د ايغور مسلمانانو سره په احتمالي تاوتريخوالي او هلته د بشري حقونو پر احتمالي سرغړونو نظر نه څرګندوي.

طالبانو ته په ورنزدې کيدو کې چين څه ګټه ويني؟

د دې کړنلارې دليل په افغانستان کې پرتې طبيعي زېرمې دي چې تر اوسه پورې لاس نه دی ور وړل شوی. همدا راز په افغانستان کې د چينايي توکو له پاره بازار هم شته دی. د کابل د کاردان په نوم خصوصي پوهنتون کې د سياسي علومو استاد سيد جلال بازوان، وايي: «د افغانستان پراخ طبيعي وسايل لکه مس، ليتيم، يا نادرې خاورې د چين له پاره د پام وړ اقتصادي پتانسيل لري.»

په کابل کې د چینایي ښځې او میړه هټۍ

په چين کې د طالبانو د ادارې سفير بلال کريمی، په دسمبر میاشت کې د نوې دندې تر پيل سملاسي وروسته د چين له «ام سي سي» شرکت سره د مس عينک د معدن پر اړه خبرې اترې وکړې. د مس عينک معدن په نړۍ کې د مسو دويمه ستره ذخيره ده چې له پلازمینې کابل څخه د ۴۰ کیلومترو په واټن کې په لوګر ولایت کې موقعيت لري.

په ۲۰۰۸م کال کې د ام سي سي شرکت د ۳،۵ میلیارده امريکایي ډالرو په ارزښت د مس عینک د کان د استخراج قرارداد ترلاسه کړ. خو د ناامنۍ او جګړو له کبله دې پروژې پرمختګ ونه کړ. د دې کان د استخراج په لار کې يو بل خنډ دې ته نزدې پرته سيمه کې د يوه زاړه بودايي ښارګوټي کشف هم دی.

طالبان د لوګر دا بودايي ښارګوټی په داسې حال کې د «کلتوري خزانې» او د افغانستان د «هويت د برخې» په توګه يادوي چې په خپله لومړۍ دوره کې یې په باميان کې د بودا مجسمه غير اسلامي بللې وه او هغه یې ويجاړه کړې وه.

پر دې ټولو سربيره د هايدروکاربن تږی چين د افغانستان کې د تيلو احتمالي زيرمو ته هم ليوال دی.

په افغانستان کې د چين پانګونه

طالبانو همدا راز په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ په برخه کې د چينايي شرکتونو له خوا د يو نيم ميليارډ ډالري پانګونې څخه هم خبر ورکړی دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وياند اشرف حق شناس، د يوه ۳۰۰ کيلومتره اوږد سړک د جوړولو څخه هم خبر ورکړی دی چې بدخشان له چين سره وصلوي.

افغانستان او چين ۷۶ کيلومتره ګډه پوله لري. نوی سړک به تر تکميل کیدو وروسته تجارت ته هم وده ورکړي چې دمګړۍ يې اندازه په کال کې ۱،۵ ميليارډ ډالرو ته رسيږي.

امنيت د چين له پاره مهمه موضوع ده

په افغانستان کې د هلو ځلو د پراخولو په ترڅ کې چين ته د امنيت موضوع ډېره مهمه ده.  د ۲۰۲۲م کال په دسمبر میاشت کې د کابل پر يوه هوټل بريد چې زياتره ميلمانه یې چينايي ول، د چين حکومت حيران کړ او له طالبانو څخه یې د امنيت د پياوړي کولو غوښتنه وکړه.

بازوان په دې اړه وايي: «طالبانو چين ته ډاډ ورکړ چې اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو پر وړاندې د ترهګریزو بريدونو له پاره وکاریږي.»

چين د دې اقتصادي تعامل په ترڅ کې د خپل په اصطلاح «نرم ځواک» څخه هم استفاده وکړه او له افغانستان سره یې بشري مرستې وکړې چې په هغه کې د هرات له زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرستې شاملې دي.

سيد جلال بازوان په دې آند دی چې د چين د «يوه سړک يوه کمربند» پروژې په اوږدو کې د افغانستان ستراتيژيک موقعيت دا هېواد په يوه «جذاب شريک» بدلوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه:

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب