1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

پوتين: د کنسرت پر هال د حملې عاملان به مجازات شي

۱۴۰۳ فروردین ۴, شنبه

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين د يکشنې په ورځ د مارچ ۲۳مه ژمن شو چې مسکو ښار ته څېرمه د کنسرت پر یو هال د جمعې ماښام د خونړي برید اصلی عاملین به مجازات کړي.

https://p.dw.com/p/4e3eB
Russland | Putin TV Ansprache
د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتینانځور: Kremlin.ru/REUTERS

پوتین وويل: «د دغې حملې ټول سمبالونکي، پلانونکي او چا ېې چې امر کړی مجازات به شي. که هغوی هر ځای کې وي او له هرځایه هدایت کیږي.»

د روسيې ولسمشر چې پر تلویزیون ېې ولس ته وينا کوله وویل چې د حملې په تړاو د څلورو وسلوالو په ګډون یوولس تنه نيول شوي دي.

د روسيې د تحقیقاتو دولتي کمېټه وايي چې په دغه برید کې ۱۳۳ کسان وژل شوي، خو د دولتي تلویزیون یو لیکوالې، مارگاریتا سیمونیان، بیا د کومې سرچنې د ذکر پرته د مړو شمېر ۱۴۳ ښودلی.

په لومړنیو رپوټونو کې د وژل شوو کسانو د ۴۰ او بیا د ۶۰ په شاوخوا کې ښودل شوی وو. دغه حمله چې مسئولیت ېې داعش منلی، نړیوال غبرګونونه ېې راپارولي او د نړۍ د ګڼو رهبرانو له خوا غندل شوی دی او ښايي تلفات یې تر دې هم لوړ شي.

 (Reuters)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب