1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: افغانستان د ښځو له پاره تر ټولو بد هیواد دی

۱۴۰۲ آبان ۲, سه‌شنبه

د یوې څېړنې له مخې په نړۍ کي ښځې تر ټولو سخت ژوند په افغانستان کې لري. د تحقیق کوونکو په وینا د افغانستان ټولې ښځې په بند کې ژوند کوي او د سیاسي او کورني تاوتریخوالي پر وړاندې نږدې په بشپړ ډول بې دفاع دي.

https://p.dw.com/p/4Xxl5
Afghanistan Frauen-Rechte | Demo in Köln
انځور: Ximena Borrazas/ZUMA Wire/IMAGO

په افغانستان کې د طالبانو یو وار بیا واک ته له رسیدو سره، تر ټولو زیات ښځې د وضع کړای شوو محدودیتونو قربانیاني دي.

په نیویارک کې د سولې څېړنیز انستیتوت «پریو» په خپل یوه نوي رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه) یې خپور کړی، ویلي دي چې د طالبانو تیری کوونکی رژیم ښځې یوه داسې ژوند ته ور ټیل وهي چیرې چې دوی د کار، زده کړې او خپلې ارادې حق نه لري.

د «ښځې، سولې او امنیت» په نړیوال شاخص کې چې دغه انستیتوت د امریکا متحده ایالاتو د جورج ټاون پوهنتون سره په ګډه جوړ کړی دی، افغانستانتر ټولو وروستی ځای لري. ډنمارک په دې شاخص کې د شاملو ۱۷۷ هیوادونو په ډله کې لومړی مقام لري.

د یمن او مرکزي افریقا جمهوریت هیوادونه د دې شاخص په پای کې له افغانستان څخه مخکې دي. المان ۲۱ ځای لري.

د دغه نارویږني انستیتوت «پریو» او د «ښځې، سولې او امنیت له پاره د جورج ټاون انستیتوت» په څلورم رپوټ کې ویل شوي دي چې ښځې په هغو ټولنو کې تر ټولو ښه وضعیت لري چې سوله ایز، ډیر دیموکرات، پرمختللي او اقلیمي بدلونونو ته اماده دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ ټول هغه ۲۰ هیوادونه چې د دې درجه بندۍ د شاخص په وروستي برخه کې ځای لري د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو ترمنځ په وسله والو جګړو کې ښکیل وو او په ډېرو مواردو کې تر نیمایي ډیرې ښځې یې جګړې ته نږدې ساحو کې ژوند کوي.

د دې څېړنې لیکوالانو په رپوټ کې کارول شوي ارقام له پيژندل شوو سرچینو، لکه د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د ورکړل شوو ارقامو او معلوماتو څخه ترلاسه کړي دي. دوی په دې تحقیق کې پر ۱۳ شاخصونو د هغو له جملې څخه زده کړې، دندې، قانوني وضعیت او تاوتریخوالي تمرکز کړی دی.

ولې طالبانو د نجونو پوهنتونونه وتړل؟

د «پریو» په وینا دغه فهرست ښيې چې د ښځو د هوساینې په اړه وضعیت تر کومې اندازې متفاوت دی. د بیلګې په توګه ویتنام چې د امنیت له پلوه ښځې پکې د دې فهرست په ۲۴ مقام کې ځای لري، د ښځو له پاره د عدالت په برخه کې بیا په ۱۵۴ مقام کې ځای لري.

د دغو څیړونکو په وینا، په ټولو هیوادونو کې د پرمختګ له پاره شرایط موجود دي او دغه فهرست به د کمزورو نقطو د پيژندنې او تشخیص په برخه کې مرسته وکړي.

د «پریو» انستیتوت مرستیال تورون ال تریګستاد، ویلي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې افغانستان دښځو د ژوند کولو له پاره تر ټولو بد هیواد دی. د هغه په خبره د افغانستان ټولې ښځې په زندان کې بند پاتې دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې ښځې د کورني او سیاسي تاوتریخوالي پر وړاندې نږدې په پشپړ ډول بې دفاع دي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ټولې نړۍ په پرتله ښځې په افغانستان کې قضایي سیستم ته تر ټولو لږ لاس رسی لري، یوازې پنځه سلنه د دوی خپل بانکي حساب یا اکاونټ لري او له ډیرو لږو روغتیایي خدماتو څخه برخمنې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز