1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي

۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبه

چین ته د روسیې د لومړي وزیر د سفر په ترڅ کې دواړو هيوادونو یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل، یادو هیوادونو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراخیدو ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/4Ro6U
آرشیف: چین ته د روسېې د لمړي وزیر سفر
آرشیف: چین ته د روسېې د لمړي وزیر سفرانځور: Alexander Astafyev/dpa/picture alliance

چین ته د روسیې د لومړي وزیر د سفر په ترڅ کې دواړو هيوادونو یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل، یادو هیوادونو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراخیدو ټینګار وکړ. د لوېدیځ تر سختو بندیزونو لاندې، روسیې د خپلو تیلو او ګازو د پلورلو له پاره چین ته مخه کړې ده.

د روسیې لومړی وزیر میخائیل میشوستین په بېجينګ کې له ولسمشر شي جين پينګ او د چين له صدراعظم لي کيانګ سره وکتل.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین له برید وروسته پر روسیې د لویدیځ تر ټولو سخت بندیزونه ولګول شوه. په جاپان کې د جي ۷ هیوادونو په وروستۍ غونډه کې دغو هيوادونو پر روسیې د لا زیاتو بندیزونو په اړه موافقه وکړه او له چین یې وغوښتل چې له اوکراینه د روسي ځواکونو د وتلو له پاره پر مسکو فشار راوړي.

چین ته د روسیې د صدراعظم سفر له هغه څه سره مخالف دی چې د نړۍ اوه صنعتي هېوادونه او لویدیځ هېوادونه یې غواړي.

د رويترز خبري آژانس د خبر له مخې، ميشوستين د مې پر ٢٤مه نېټه له لي کيانګ سره په کتنه کې وويل: «د دې اړيکو ځانګړتيا د يو بل ګټو ته متقابل احترام او په نړيوال ډګر کې د ګډوډۍ پر وړاندې د مقابلې له پاره چمتووالی دی. او د لویدیځو هیوادونو د غیرقانوني بندیزونو فشار دی.»

هغه یو چینایي متل هم یاد کړ او ویې ویل: «لکه څنګه چې زموږ چینایي ملګري وايي تاسو کولی شئ په یووالي سره غرونو ته حرکت وکړئ.»

څیړنه: په نړیواله کچه جګړې او کړکیچونه ډیر شوي

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هم له ميشوستين سره په کتنه کې وويل چې چين او روسيه بايد د اقتصادي، سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ د کچې د لوړولو لارې چارې ومومي او د انرژۍ په برخه کې دې همکارۍ پراخې شې.

د دواړو هېوادونو تر منځ د لاسليک شويو تړونونو په لړۍ کې د سوداګريزو خدمتونو په برخه کې د پانګونې ژورتيا، چين ته د کرهڼيزو محصولاتو د صادراتو په ګډون يوه بسته او د سپورتي همکاريو په ګډون يو لړ تړونونه شامل دي. دواړو هيوادونو د روسیې د تکنالوژۍ د تجهیزاتو د برابرولو په اړه هم خبرې وکړې.

د چین طلايي فرصت

پر روسیې د لویدیځ بندیزونه د چین له پاره یو استثنایی فرصت رامینځته کړی چې د هیواد بازار د روسیې څخه د ارزانه انرژۍ په اخیستلو سره خپل تولیدات وپلوري.

سږ کال له روسیې څخه چین ته د لېږل شوې انرژۍ اندازه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده. روسیې ته د چین صادرات هم د پام وړ زیات شوي دي. د چين د ګمرکونو ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اپرېل مياشت کې روسيې ته د چين صادرات د تېرکال په پرتله ١٥٣ سلنه زيات شوي دي. په مارچ مياشت کې روسيې ته د چين صادرات د تېر کال د مارچ مياشتي په پرتله دوه چنده وه.

د چین او روسیې ولسمشران پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

لوېديځ هيوادونه د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو پراختيا له نړيوالو بنديزونو څخه سرغړونه او د اوکراين په زيان ګڼي. په هرصورت، بیجینګ وايي چې له روسیې سره یې اړیکې د نړیوالو نورمونو څخه سرغړونه نه کوي او چین حق لري چې له هر هیواد سره چې وغواړي اړیکې ولري، پرته له دې چې دریم هیواد په نخښه کړي یا زیان ورسوي.

د دوشنبې په ورځ د روسيې د امنيت شورا منشي د چين د کمونست ګوند د سياسي بيورو له يوه غړي سره په خبرو کې د مسکو او بېجينګ ترمنځ د اړيکو ژوروالی د روسيې له پاره يوه ستراتيژيکه مسئله وبلله.

چين د روسيې او اوکراين ترمنځ اوربند او د سولې خبرې وغوښتې

تر اوسه پورې بیجینګ په رسمي ډول پر اوکراین د روسیې برید نه دی غندلی، خو تل یې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت ملاتړ کړی او د سولې د ټینګښت له پاره یې د یوې لارې نقشې د جوړولو ادعا کړې ده په هرحال لوېديځ دې پروګرام ته د شک په سترګه ګوري.

تېره اوونۍ د اسيا په چارو کې د بېجينګ ځانګړي استازي لي هوی، اوکراين ته لاړ او د دغه هېواد له ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره يې وکتل. په دې کتنه کې هغه د سولې د خبرو اترو او د دغې شخړې د سياسي هواري له پاره د بېجينګ پر هڅو ټينګار وکړ. لي هوی به د می مياشتي پر ۲۶ نېټه د جمعې په ورځ روسيې ته هم ولاړ شي.