1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: افغانستان د عراق په برخلیک نه اخته کيږي

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۳ خرداد ۲۸, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، ویلي دي چې هیواد به یې د عراق له برخلیک سره مخامخ نه شي. دا په داسې حال کې ده چې په عراق کې د داعش ډلې پرمختگ په نړیواله کچه د سیمې په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1CKz3
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

پلان شوې ده چې امریکا متحده ایالات به د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د خپلو میشتو سرتیرو شمیر شاوخوا ۱۰۰۰۰ ته راکښته کړي. واشنگټن همداراز غواړي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي او یوازې د خپل سفارت او کنسلگریو د ساتنې له پاره په دې هیواد کې په سوونو پوځیان وساتي. دغه هغه څه دي چې ولسمشر اوباما په ۲۰۱۱ کال کې په عراق کې وکړل.

له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، په دې هیواد کې مذهبي جگړې پیل شوې او اوس د داعش یا «د عراق او شام اسلامي حکومت» په نوم ډلې د دغه هیواد یو شمیر ښارونه نیولي دي او په کې یې سخت شرعي قوانین نافظ کړي.

له دې سره د ډیر شمیر نړیوال څارونکو او افغان کارپوهانو په منځ کې دا اندیښنه پیدا شوې ده چې نه شي افغانستان هم د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د عراق له برخلیک سره مخامخ شي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي، له BBC تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې دا کار امکان نه لري. هغه د دې وضعیت د رامنځ ته کیدو امکان له دې ځواب سره رد کړی دی: «نه، هیڅکله هم نه.»

کرزي په خپله مرکه کې وړاندې ویلي دي چې اوس القاعده په افغانستان کې حضور نه لري او دا چې د افغانستان پر خلکو د هغه باور، ورته دا اعتماد ورکړی دی چې هیواد به یې د عراق له برخلیک سره مخامخ نه شي.

عراق او افغانستان په وروستیو کلونو کې دواړه د امریکا متحده ایالاتو د جگړې مرکزونه ول. د دواړو هیوادونو پوځونه د امریکا متحده ایالاتو له خوا روزل شوي دي او په دواړو هیوادونو کې یاغیان د حکومت پر ضد په وسله واله جگړه بوخت دي.

په عراق کې د داعش ډلې گړندي پر مختگ او د ځینو ښارونو نیول هم د عراق حکومت او هم نړیواله ټولنه ډیره په اندیښنه کړې ده.

کرزی به په افغانستان کې د ولسمشر په توگه خپل کار تر ۱۳ کلنې دورې وروسته په همدې کال کې پای ته ورسوي. د همدې کال په پای کې به په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت هم ختم شي او ټول امنیتي مسوولیتونه به په خپله افغانانو ته وسپارل شي.

خو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ۱۳ کلن پوځي ماموریت وروسته هم، وسله واله جگړه روانه ده او ښايي د راتلونکي افغان ولسمشر پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه امنیت وي.

د ولسمشر کرزي ادارې له لومړي سره له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو هڅې کړې دي، خو دغې ډلې چې له ۱۳ کلونو راهیسې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت پر ضد جنگیري، تل د سولې د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي روښانه کړې ده چې اوس هم د سولې له پاره هلې ځلې روانې دي: «اوس آن د لیکونو د استولو او لیدنو ترسره کولو لړې روانه ده. دلته له سولې سره لیوالتیا موجوده ده.»

که څه هم د ولسمشرۍ له پاره دواړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي، ویلي دي چې د بریا په صورت کې به له امریکا متحده ایالاتو سره یو امنیتي تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې بهرني ځواکونه میشت وي، خو امریکا ویلي دي چې ټول ځواکونه به یې د ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستان څخه وباسي.

تر دې مخکې عراق هم د یوه ورته سند له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه چې له کبله یې ټولو امریکایي ځواکونو عراق پریښود او په دې هیواد کې ناامنیو زور واخیست.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب