1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

کشمیر: ګواښونو یو شمیر خبریالان استعفا کولو ته اړ کړي

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

د هندوستان پولیس وايي چې د شنبې په ورځ ېې په هندي کشمیر کې د ګڼ شمیر خبريالانو پر کورونو چاپې وهلي دي. دغه اقدام وروسته له هغې چې تېره اوونۍ په کشمیر کې د درو رسنيو کارکوونکو ته نامعلوم آنلاين ګواښونه شوي، ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/4JmLQ
د آرشیف انځور - هندي پولیس په سرینګر کې
د آرشیف انځور - هندي پولیس په سرینګر کېانځور: picture-alliance/dpa/F. Khan

د هندوستان پولیس د پاکستان لشکر طیبه او د هغې انشعابي د مقاومت ډله (TRF) پر دغو ګواښونو تورنوي. نوی ډيلی د کشمير په لانجمنه سیمه کې د ۱۹۸۰ لسیزې د وروستیو راهیسې له اسلامپاله بېلتون غوښتونکو له تاوتریخوالو سره مبارزه کوي.

د هندوستان د پولیسو يو افسر، د نوم د نه ښودلو په شرط رويټرز ته وويل چې پولیسو د چاپې پرمهال ځايي خبريال سجاد احمد کرالیاري د پوښتنو ګروېږنو په خاطر ونېوه او د هغه لب ټاپ کمپيوټر، کامره او تيلفون ېې ضبط کړي دي. دغه افسر زیاته کړه چې پولیسو د لیکوال ګوهر ګیلاني په ګډون د پنځو خبريالانو پر کورونو چاپې وهلي دي.

هندي کشمیر: په سیلابونو کې ۱۶ هندو زیارت کونکي مړه شوي

دغه آژانس وايي چې د ګيلاني او نورو خبریالانو د نظر پر اخیستلو بریالي شوي نه دي او دا چې د دوی ټيلفونونه ګل شوي دي.

د پولیسو افسر وويل: «دغه تلاشي د خبریالانو د وروستیو ګواښونو سره په تړاو، د سرينګر، آننت ناګ او لګام په لسو ځایونو کې ترسره شوې.»

همدارنګه د یو وکيل پر کور هم چاپه وهل شوې چې د اورپکۍ ضد قضیو کې د تورنو کسانو وکالت کوي.

آیا پاکستان رښتيا نور د کشمير ملاتړ نه کوي؟

د هند پولیسو تېره اوونۍ وروسته له هغې چې په کشمیر کې د لسو خبریالانو پر ضد آنلاين ګواښونه خپاره شول د تروریزم ضد قانون پر اساس یوه قضیه راجستر کړه.

په آنلاین پُستونو کې په کشمیر کې د درو رسنیو پر کارکوونکو تور لګول شوی چې د هندوستان د امنيتي ارګانونو «همکاران» دي. دغه خبريالان د هندوستان ملاتړکونکو رسنيو کارکونکي دي.

هندي چارواکو په جمو او کشمیر کې د پنځو یاغیانو د وژلو ادعا کړې

ځايي خبريالانو ويلي دي چې یادو ګواښونو په خبریالانو کې وېره خپره کړه چې له امله ېې د دغو درو رسنيو پنځو خبريالانو له خپلو دندو استعفاوې ورکړې.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د کشمیر په تړاو له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب