1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ګوتریش: د روسي سرې او اوکرايني غلې عرضې ته دې لار هواره شي

۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، انتونيو ګوتريش، نړیوال بازارونو ته د اوکرايني غله جاتو او روسي سرې د صادرولو او عرضې په لار کې د پرتو «خنډونو» د پای ته رسولو له پاره له نړېوالې ټولې د لا ډيرو همکاریو غوښتونکی شو.

https://p.dw.com/p/4Fpm2
Türkei | UN Generalsekretär Antonio Guterres in Istanbul
انځور: Francisco Seco/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له نړيوالې ټولنې څخه د هغو «خنډونو» د پای ته رسولو په برخه کې د لا ډيرې همکارۍ غوښتنه وکړه چې نړېوال بازارونو ته د روسي سرې او اوکرايني غله جاتو د عرضې په مخ کې پراته دي. انتونيو ګوتریش دغه غوښتنه، نهايي مقصد ځایونو ته د اوکرايني غله جاتو د لومړنيو محمولو تر رسېدلو وروسته کړې ده.

هغه دغه څرګندونې ترکېې ته د خپل سفر پر مهال، پر اوکرايني غله جاتو بار د ېوې کشتۍ څخه د کتنې پر مهال وکړې.

وروسته له هغې چې روسېې د روان ميلادي کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي يرغل وکړ، د اوکراين ټولې سمندري لارې او بندرونه، په ځانګړې توګه په توره بحیره کې، په محاصره کې راغلل.

اوکراين د نړۍ په سطحه د غله دانو یو مهم صادراتي هیواد ګڼل کيږي او د جګړې له پیل سره په دغه هیواد کې په ميلیونونو ټنه غله بنده پاتې شوه. دغه وضعیت په نړیوال بازارونو کې د خوراکي موادو د بېې د لوړيدو سبب وګرځيد او ډير هیوادونه ېې له بحران سره مخ کړل.

Ukraine-Krieg | Abkommen über Export von ukrainischem Getreide
روسېې او اوکراین د جولای په ۲۲مه په استانبول کې د ترکېې او م.م په منځګړيتوب د غله جاتو د بیا صادرولو تړون لاسلیک کړانځور: OZAN KOSE/AFP

ورته نور: افریقا غنمو ته په انتظار ده

اوکراین او روسېې تیره میاشت د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځکړيتوب يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ېې نړیوال بازارونو ته د اوکرايني غلجاتو صادرات له سره پيل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي یادونه وکړه چې دغه توافق همدرانګه روسيې ته هم د دې تضمین ورکوي چې د غرب د لګول شوو بندیزونو سربیره، وشي کړي خپل کرهڼيز محصولات او توليدي سره صادر کړي.

خو ګوتريش د دغه کار د تحقق موندلو له پاره له شته «خنډونو» څخه خبره وکړه. ګوتريش خبرداری ورکړ چې د اړتيا وړ لازمې سرې د نه شتون په صورت کې د دې خطر موجود دی چې په راتلونکي کال کې په کافي اندازه د غذايي مواد تولید ممکن نشي.

ګوتريش زیاته کړه: «د بازارونو د آرامه کولو او مشتریانو له پاره د بيو د راټيټولو په خاطر، دا موضوع ډير تعینونکی اهمیت لري چې د روسېې کرهڼيز محصولات او توليدي سره له اوکراين څخه صادر او عرضه شي.»

Ukraine Erdogan Selenskyi Guterres
ګوتریش، زيلنسکي او اردوغان د ۲۰۲۲م کال د اګست ۱۸مه د اوکراین په لویف کې انځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

ورته نور: ګوتریش، زيلنسکي او اردوغان په کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

په استانبول کې د شوي تړون له مخې، له اوکراين څخه غله جات، د تورې بحیرې له بندرونو څخه نړیوال بازارونو ته انتقالیږي او ترکېه حاضر وخت کې د صادراتو د بيا پيل په حصه کې پر لازمو همغږیو بوخته ده.

د شنبې په ورځ (د اګست ۲۰مه) د غلجاتو حامل درې نورې کشتۍ د ترکېې اوبو ته داخلې شوې. دغه کشتۍ به په ترکېه کې تر لازم کنټرول وروسته خپلو نهایي مقصدونو پر لور سفر ته ادامه ورکوي.

د ترکېې دفاع وزارت له اوکراین څخه د غلو د صادراتو د بهیر د نظارت کولو مسئولیت لري. دغه وزارت د شنبې په ورځ وويل چې دوه نورو کشتيو هم په توره بحیره کې اکرايني بندرونه ترک کړل.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د جولای په ۲۲مه د شوي تړون راهیسي د اوکراين له بندرونو څخه پر غله جاتو بار ۲۷ کشتۍ ترکېې ته رسېدلي دي.

اوکراین د تړون د لاسليک کولو پر وخت ويلي وو چې دغه هیواد به د لس ميليارډه ډالرو په ارزښت خپله غله او نور کرهڼيز محصولات نړیوال بازار ته عرضه کړي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ا.ا.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ!

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب