1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما له طالبانو وغوښتل چې د ښځو سینګارتونونه بند نه کړي

۱۴۰۲ تیر ۱۴, چهارشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو له خوا د ښځو د سینګارتونونو د تړلو حکم د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. یوناما ویلي دي چې دا کار به د افغانستان پر اقتصاد لا منفي اغېز وکړي.

https://p.dw.com/p/4TRPq
آرشیف: طالبانو د ښځو د سینګارتونونو د تړل کیدو پریکړه کړې
آرشیف: طالبانو د ښځو د سینګارتونونو د تړل کیدو پریکړه کړېانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

یوناما د سې شنبې په ورځ په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي دي چې د دغه نوي بندیز لګول به د ښځو پر حقونو او په ځانګړې توګه د سوداګرو ښځو پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د یوناما د دغې غوښتنې په یوه برخه کې راغلي: «یوناما له اوسنیو واکمنانو غواړي چې د ښځو د سینګارتونونو د تړلو حکم بیرته واخلي. د ښځو پر حقونو دغه نوی محدودیت به پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او دا د متشبثیو ښځو له اعلان شوي ملاتړ سره په تضاد کې ده. یوناما له ښکېلو خواوو سره په تماس کې ده او هڅه کوي چې دغه بندیزونه لرې کړي.»

زموږ د يوټيوبکانال هم درسره تعقيب کړئ

د طالبانو د نوي فرمان له مخې په افغانستان کې به د ښځو د سینګارتونونو فعالیت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې ودرول شې.

د ښځو پر حقونو محدودیتونه؛ پر طالبانو د مرستو بنديدو ګواښ

په کابل کې د صنایعو خونې چارواکو دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دغه فرمان په پلي کېدو سره به په افغانستان کې د ښځو د سینګار ۱۲ زره مرکزونه وتړل شي او لسګونه زره مېرمنې به بې کاره شي.

د طالبانو له خوا پر ښځو د دغه نوي بندیز لګولو په افغانستان کې دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.

طالبانو د ښځو پر سفرونو قسمي محدودیت وضع کړي