1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې افغانې ښځې د خپل جنسیت له مخې ډنمارک کې پناه واخیسته

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د ډنمارک د کډوالو کمیټې اعلان کړی چې یوې افغانې میرمنې او لور یې یوازې د خپل جنسیت له امله له دغه هیواد څخه پناه اخیستې ده. دا په دې هیواد کې د اوسیدو حق اخیستلو په برخه کې یوه تاریخي قضیه ده.

https://p.dw.com/p/4N6Qy
Afghanistan | Bedrohung von Kulturschaffenden durch Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د ډنمارک اداري چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د دې اونۍ په پیل کې د یوې پریکړې څارنه کوي او له افغانستان څخه د ښځو او نجونو لپاره د اروپايي ټولنې د دغه غړي هېواد د کډوالۍ پالیسي بدله سوې ده.

له افغانستانه کډوالې ښځې ډنمارک کې ځکه منل کېږي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو وضعیت  په خپل هېواد کې خراب سوی او که بېرته هلته ستنېږي، د دوی بشري حقونه به تر پښو لاندې کېږي.

اړوند:د طالبانو واکمني؛ ورزشکارو ښځو هیلې له لاسه ورکړي

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو حقونه یې تر پښو لاندې کړي او حتی د دوی لپاره یې تعلیمي مرکزونه د دوي پروړاندي هم تړلي دي.د ډنمارک د کډوالو کمیټې دغه وضعیت د پناه اخیستو لپاره کافي دلیل ګڼلی دی.

طالبان افغان ښځې سپورټ ته نه پریږدي
طالبان افغان ښځې سپورټ ته نه پریږديانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

لومړني کسان چې د نويو مقرراتو له مخې یې د پناه غوښتنه کړې وه، یوه افغانه ښځه او د هغې کم عمره لور وه چې په ۲۰۱۸ کال کې ډنمارک ته ورسېدلې.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه افغانه مېرمن له وړوکوالي په ايران کې اوسېدله او د ځينو لاملونو له امله يې د کورنۍ د نارينه وو له خوا په مرګ ګواښل کېده.

د دغې ښځې د پناه غوښتنې له مخې، که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنه سي، نو د مرګ له ګواښ سره مخ ده.

اړوند:م.م. له طالبانو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي

د ډنمارک د کډوالو کمېټه د دغه هېواد د مهاجرت او ادغام د وزارت په چوکاټ کې یوه دولتي اداره ده.

 دا اداره د پناه غوښتونکو او مهاجرینو د پناه غوښتنې وضعیت او د استوګنې د اجازې په اړه وروستۍ پریکړې کوي.

اړوند:د طالبانو واکمني؛ ورزشکارو ښځو هیلې له لاسه ورکړي

ډنمارک په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په خپل هېواد کې د وضعیت له امله افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي.

 دا په دې مانا ده چې د دوی جنسیت د دې هیواد څخه د خوندیتوب ترلاسه کولو لپاره کافي دلیل دی.

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

ژباړه :صفت الله زاهدي  Rsh/Si (dpae)