1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل په راتلونکې اوونۍ کې د سولې خبرو اترو کوربه دی

۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبه

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه چارواکي ویلي دي چې افغانستان به په راتلونکې اوونۍ کې د چین، امریکا متحده ایالاتو، پاکستان او افغانستان د یوې غونډې کوربه وي چې موخه به یې د سولې خبرو اترو ته د لارې هوارول وي.

https://p.dw.com/p/1HVws
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

له دې غونډې سره به هڅه وشي چې د افغانستان د سولې بهیر چې د روان کال په جولای میاشت کې د ملا عمر د مړینې خبر له تاییدیدو سره په ټپه دریدلی دی، یو ځل بیا پیل شي.

دغه چارواکي ویلي دي: «موږ تمه لرو چې هر هیواد به د دې له پاره چې د سولې بهیر مخ پر وړاندې ولاړ شي، خپله ونډه ادأ کړي.»

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف، افغانستان ته سفر کړی وو او د دې هیواد له چارواکو سره یې د سولې خبرو اترو د بیا پیلیدو په اړه خبرې وکړي. چین او امریکا چې غواړي په پاکستان کې په میلیاردو ډالر پانګونه وکړي پر دغه هیواد باندې فشار راوړی دی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ډیر شمیر افغانان پر پاکستان باندې له طالبانو څخه د ملاتړ تور لګوي، خو پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې په خپله د طالبانو د بریدونو قرباني دی او د دې ډلې د مخنیوي له پاره یې پراخ عملیات په لاره اچولي دي. د سه شنبې په ورځ (د دسامبر ۲۹مه نېټه) هم په پاکستان کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل او ۷۵ تنه نور یې ټپیان کړل.

طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. هغوی تر اوسه پورې د سولې هر ډول خبرې اترې رد کړې دي او پر خپلو شرطونو باندې چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل هم په کې شامل دي، ټینګار کوي. خو په وروستیو وختونو کې طالبان په څو ډلو ویشل شوي دي او د دې ډلې د مشري پر سر یو له بل سره اختلافات لري.

کابل ته د راحیل شریف تر سفر وروسته، پاکستان وویل چې د طالبانو له هغو ډلو سره به د سولې د خبرو اترو پیلولو هڅه وکړي چې غواړې له دې بهیر سره یوځای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب