1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: په دنيپرو کې د وژل شوو کسانو شمېر نور هم زيات شوی

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

اوکرايني چارواکو وايي د دنيپرو ښار د هستوګنې پر یو ساختمان د روسېې د شنبې ورځې توغندویز بريد کې د وژل شوو کسانو شمیر ۴۰ ته پورته شوی دی. د امریکا دفاع وزير آلمان ته راځي.

https://p.dw.com/p/4MFpW
په دنيپرو کې د روسېې په توغندويز برید کې لګيدلی ساختمان
په دنيپرو کې د روسېې په توغندويز برید کې لګيدلی ساختمانانځور: Ukrinform/dpa/picture alliance

د دنيپرو والي، والېنتین رېزنيچنکو وويل چې ژغورونکي لا هم د ساختمان په ويجاړو کې د نورو قربانيانو لټون کوي. هغه زياته کړه چې د شنبې ورځې په حمله کې ۷۵ کسان ټپيان شوي هم دي او ۳۵ نور لادرکه دي.

د اسوشتيد پریس د رپوټ په حواله، په دغه څو پوړيز ساختمان کې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان ژوند کوي. د اوسیدونکو په وینا چې په دغه ځای کې هيڅ کوم پوځي تاسیسات نه شته. دا د سپتمبر پر ۳۰مه په زاپروږيا کې په یوه حمله کې د اوښتو تلفاتو وروسته تر ټولو لوړ تلفات دي چې په یو ځای کې اوړي.

په دونيڅک کې نوې بمبارۍ

روسي ځواکونو د اوکراین په شرقي ایالت دونيڅک کې ېو ځل بیا هوايي حملې پيل کړي، چېرته چې روسي ځواکونو ادعا کړې چې د سوليدار په نوم د مالګې کوچنۍ ښار ېې نيولی دی، خو اوکراین وايي چې ځواکونه ېې لا هم هلته جنګږي.

«د ډیپلوماتیکي لاري د اوکراین جنگ د ختمیدوغوښتنه»

که چېرته روسي ځواکونه د سوليدار ښار په بشپړه توګه ونيسي، هغوی به لوی ښار بخموت ته ورنژدې کړي. بخموت د روسيې له پاره یو مهم هدف دی چې له میاشتو راهیسې ېې ورباندې درنه جګړه روانه کړې او دواړو لورو ته پکې د پام وړ تلفات اوښتي دي.

د امریکا د دفاع وزير آلمان ته راځي

په داسې حال کې چې په آلمان کې له اوکراین سره د ټانکونو د مرستې بحثونه ډیر تاوده شوي دي، رپوټونه وايي چې تمه ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لويد آستین، د پنجشنبې په ورځ برلین ته سفر وکړي. هغه به د جمعې په ورځ د امریکا په رامشتاين پوځي اډه کې له اوکراین سره د لا ډير پوځي ملاتړ په موخه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د اوکراین په بخموت کې د میاشتو جګړې دواړو لورو ته درانه تلفات اړولي
د اوکراین په بخموت کې د میاشتو جګړې دواړو لورو ته درانه تلفات اړوليانځور: Libkos/AP/dpa/picture alliance

اوکراین: د روسیې په راکټي حمله کي ۲۰ کسان وژل سوي

آستين داسې وخت برلين ته سفر کوي چې بریتانيا د اوونۍ په پای کې وویل چې اوکراین ته پر مختللي ۱۴ ټانکونه ورکوي او دغه اقدام سره ېې اوکراين ته د غرب ساخت ټانکونو د ورکړې تابو ماته کړه. خو کریملين ېې په ځواب کې ويلي دي چې بریتانوي ټانکونه «به وسوځول شي» او دغه ډول ملاتړ به د جګړې پایلې ته بدلون ور نه کړي.

د بریتانيا خارجه وزیر باندې بندیز

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر، جیمز کلیويرلي، د دوشنبې په ورځ وويل چې د روسېې حکومت ورباندې بندیز لګولی دی. هغه پر ټويټر ليکلي ډير ښه: «که چېرته دا د اوکراین د آزادۍ له پاره جريمه وي، بیا خو زه خوښ یم چې بندیز راباندې لګول شوی.»

د بيلاروس او روسېې پوځي تمرینات

بلاروس يا سپېنې روسېې له روسېې سره د هوايي ځواکونو تمرینات پیل کړل. دغه اقدام هغو اندېښنو ته زور ورکړی چې ګواکې مسکو پر منسک باندې فشار راوړي تر څو د اوکراين په جګړه کې ورسره فعاله برخه واخلي.

فنلنډ اوکراین ته د «لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي

د روسې ولسمشر ولاديمیر پوتین، په دسمبر میاشت کې د یو نادر اقدام په ترڅ کې منسک ته سفر وکړ او له خپل سيال الکساندر لوکاشينکو، سره ولیدل. دغه سفر د مسکو په هکله دغه شکونه نور هم ډیر کړل.

لوکاشینکو له پوتین څخه د هرکلي پر مهال - د ۲۰۲۲م کال د دسمبر ۱۹مه
لوکاشینکو له پوتین څخه د هرکلي پر مهال - د ۲۰۲۲م کال د دسمبر ۱۹مهانځور: Sergei Karpukhin/ITAR-TASS/IMAGO

خو کريملین ردوي چې ګواکې پر خپل ګاونډي بيلاروس ېې د اوکراین په جګړه کې د لا فعال رول درلودلو په خاطرې فشار راوستلی دی.

زیلنسکي په سوليدار کې له سرتیرو مننه وکړه

په ورته وخت کې د بيلاروس د بهرنيو چارو وزارت لومړي مرستيال، پاول موراويکو يلي دي چې د هیواد په جنوب کې له اوکراین سره پر پوله وضعیت «ډیر آرام نه دی» او بيلاروس «تحريک» کړی دی.

له اوکراین څخه د غله جاتو د صادراتو ادامه

په دغه کشمکش کې ترکېې وويل يوه اوکرايني کښتۍ چې ۱۳زره ټنه لوبیا پکې بار وه او د ترکېې په بسفر تنګي کې بنده پاتې وه، آزاده او خپل مزل ته ېې ادامه ورکړه. د ترکېې ساحلي چارواکو د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۱۶مه) پر ټويټر ليکلي چې د ۱۴۲مترو په اوږدوالي د MKK-1 کښتۍ اوس د تنګې په ساحل کې لنګر اچولی دی. د بسفر تنګه د اوکراین او روسېې تر منځ د غله جاتو د صادراتو تړون یوه برخه ده. د دغې کښتۍ د بنديدو له کبله دغه سمندري لار په موقتي توګه بنده شوې وه.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل