1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم پکن ته ورسید؛ د یو لنډ او هر اړخیز سفر پيل

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د آلمان د صدراعظم په توګه چين ته دا د شولڅ لومړی سفر دی. تمه ده چې هغه به په دغه سفر کې چې تر ۱۱ ساعتونو ډېر وخت به نه نیسي، جنجالي او بشري مسائل مطرح کړي.

https://p.dw.com/p/4J3d0
د آلمان د صدراعظم په توګه چين ته دا د شولڅ لومړی سفر دی چې تمه  ده هغه به پکې جنجالي او بشري مسائل مطرح کړي
د آلمان د صدراعظم په توګه چين ته دا د شولڅ لومړی سفر دی چې تمه ده هغه به پکې جنجالي او بشري مسائل مطرح کړيانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

په دې ترتیب چین ته د اولاف شولڅ سفر به، دغه هیواد ته د آلمان د یو صدراعظم تر ټولو لنډ سفر وي، خو دا د سفر يوازينۍ ځانګړتيا نه ده.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند دغه سیاستوال چې د انګلا ميرکل په مشرۍ مخکيني حکومت کې د مالېې وزير وو، لومړی ځل دی چې د صدراعظم په توګه چین ته سفر کوي.

شولڅ همدارنګه د یو غربي هیواد لومړنی رهبر هم دی چې د شي جین پینګ د واک تر تحکیم دوې اوونۍ وروسته او د درېمې دورې له پاره د هغه له خوا د کمونیست ګوند د رهبرۍ او د چین د جمهوري ریاست فعالیتونو په ادامې، دغه هیواد ته داخلیږي.

د چین د فضایې پروګرام د «نظامي موخو» په اړه د ناسا خبرداری

اولاف شولڅ همدارنګه د یوه غربي هیواد مشر دی چې د ۲۰۱۹م کال راهيسي له چين څخه کتنه کوي. چین ته د هغه سفر، پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل شا او خوا اته میاشتې وروسته ترسره کيږي، کوم چې پکن ېې له محکومولو ډډه کوي.

د اعلان شوو پروګرامونو پر اساس، د پکن په سفر کې د آلمان د صدراعظم لومړنۍ رسمي برنامه، له شي جین پينګ سره کتنه او د سهار چای په مېلمستیا کې ګډون دی.

شولڅ به د جمعې ورځې په ماسپښين د چين له صدراعظم، لي که چیانګ، سره تر کتنې وروسته د دواړو هیوادونو د لوړپوړو اقتصادي پلاوو په ګډون په یو ګردي میز کې ګډون وکړي.

ډېر کتونکي چین ته د شولڅ سفر په مختلفو دلایلو، له هغې ډلې پر تایوان باندې د چین ګواښونه او د ایغوریانو د قومي او مذهبي لږکۍ د سرکوبولو په خاطر نامناسب ارزوي.

د آلمان د زرغون ګوند مشر: پر چین باید د آلمان تکیه کمه شي

د «سختو موضوعاتو» مطرح کول

اکثره منتقدان او د شي جین پینګ د بلامنازعې حکومت او د ایغوریانو د نړېوال کنفرانس چيني مخالفان، تر دې مخکې چين ته د شولڅ سفر د ځنډيدو غوښتونکي شوي ول.

د اعلان شوو پروګرامونو پر اساس، د پکن په سفر کې د آلمان د صدراعظم لومړنۍ رسمي برنامه، له شي جین پينګ سره کتنه او د سهار چای په مېلمستیا کې ګډون دی
د اعلان شوو پروګرامونو پر اساس، د پکن په سفر کې د آلمان د صدراعظم لومړنۍ رسمي برنامه، له شي جین پينګ سره کتنه او د سهار چای په مېلمستیا کې ګډون دیانځور: Kay Nietfeld /AFP

شولڅ له دغه سفر څخه لږ د مخه په یو ياداښت کې چې په «فرانکفورتر آلګماينه» ورځپاڼه کې خپور شو، ويلي وو چې چين نور هغه د پنځو يا لسو کلونو مخکې هيواد نه دی.

هغه ټينګار وکړ چې دا روښانه ده کله چې چين تغیر کړی، همدارنګه زموږ د چلند او تعامل څرنګوالی هم بايد تغیر وکړي او زیاته ېې کړه چې د چين له رهبرانو سره په کتنه کې د «سختو موضوعګانو» له مطرح کولو څخه ډډه نه کوي.

په ۶۰۰ میلیارده پانګونې سره د چین له نفوذ سره مقابله

د آلمان د صدراعظم په خبره، دغه موضوع ګانې د مدني او سیاسي آزادیو او سین کیانګ ايالت په ګډون د اقلیتونو حقونو ته د احترام په ضرورت سره کيږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د بشري حقونو نورو بنسټونو، د چين رهبري د یاد ایالت د اوسیدونکو تر ډيره د ايغور مسلمانانو پر سرکوبولو او تر فشار لاندې نيولو باندې تورنوي.

اولاف شولڅ، پکن ته تر سفر مخکې د تايوان په ارتباط مخ پر ډيریدونکو ترنګلتياوو ته په اشارې سره پر دغه هیواد له پوځي حملې څخه خبرداری ورکړ.

بله مسئله چې د شولڅ پر دغه سفر ېې سيوری غوړولی، هغه پر اوکراین د روسېې د پوځي يرغل باوجود، له روسېې څخه د چين د ملاتړ ادامه او د آزاد نړیوال تجارت د موازينو مطابق د غربي شرکتونو د فعالیتونو پر سر رامنځ ته شوي خنډونه دي.

د آلمان پارلمان یوه ډله تایوان ته ځي

يو چيني شرکت ته چې شولڅ له هغه څخه ملاتړ کوي، تازه د هامبورګ بندر د ېوې برخې د سپارلو موضوع هم د آلمان په ائتلافي حکومت کې له مخالفت لرونکو غبرګونونو سره مخ شوه.

منتقدان په دې باور دي چې د انرژۍ بحران کوم چې له روسېې سره د اروپايي هیوادونو له شديدې وابستګۍ څخه سرچينه اخلي، باید چين سره په تجارتي او اقتصادي روابطو کې د خطر يو زنګ وي کوم چې نن ورځ د نړۍ دوهم تر ټولو ستر اقتصادي قدرت دی.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف (09.07.2019) څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل