1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ وايي د طالبانو په ډزو ۷ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

د پاکستان پوځ وايي پر چمن ښارګوټي د طالب ځواکونو په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي دي. د طالبانو یو ویاند ويلي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې يو طالب جنګيالی وژل شوی او لس نور ټپیان دي. دغه پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوې وه.

https://p.dw.com/p/4KoDG
د پاکستان پوځ وايي پر چمن ښارګوټي د طالب ځواکونو په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي دي
د پاکستان پوځ وايي پر چمن ښارګوټي د طالب ځواکونو په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي ديانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

په چمن کې د يکشنبې ورځې پېښه د یو لړ تاوتريخوالو په ادامه رامنځ ته شوې کوم چې په افغانستان کې د طالب واکمنانو او اسلام آباد تر منځ د مناسباتو د خړ پړ کېدو سبب واقع شوي دي.

په نومبر میاشت کې هم په چمن سرحد کې یو خونړی برید وشو چې په نتيجه کې ېې سرحدي دروازه د ۷ ورځو له پاره وتړل شوه او د پولې دواړو خواوو ته په زرونو خلک بند پاتې شول او سوداګرو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.

سپين بولدک: د طالبانو او پاکستاني‌ عسکرو نښتې درنه مرګ ژوبله اړولې

چمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ مالونو د ليږد رالیږد یو مهم سرحد دی. چارواکو ويلي دي چې دغه لاره د دوشنبې په ورځ سهار وختي بېرته خلاصه شوې ده.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په لومړي سر کې ویلي وو چې د يکشنبې ورځې په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي، خو وروسته دغه شمیر ۷ ته پورته شو. پوځ زیاته کړې چې ۱۶ کسان ټپیان شوي هم دي. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه مرګ ژوبله ملکيانو باندې د افغان طالب ځواکونو د «بې دليله او بې بنسټه ډزو» له کبله رامنځ ته شوې چې پکې له درونو وسلو استفاده شوې ده.

پاکستان افغانستان سره د چمن دروازه بېرته پرانيستله

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې د کندهار د والي وياند، عطاالله ضیا، وويل داسې ښکاري چې د پاکستاني او طالب ځواکونو تر منځ نښتې د پولې افغان لور ته د تلاشۍ د یوې نوې پوستې د جوړېدو په تړاو شوي وي.

ویاند زیاته کړې چې په دغو ډزو کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي. هغه دغه راز وويل چې ۳ تنه ملکيان هم ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ هم منلې چې د دوی ځواکونو پر طالبانو ځوابي ډزي کړي، خو نور جزئيات ېې نه دي ورکړي. د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي دي چې پاکستاني چارواکي د دغې سرحدي پېښې د شدت ښودلو په موخه د افغانستان پلازمينه کابل ته رسيدلي دي.

په سپين بولدک کي څه تيريږي؟

په چمن کې د حکومتي روغتون یوه ډاکټر اختر محمد، تر دې دمخه اسوشتید پریس ته ويلي وو چې ۲۷ ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي چې د ۷ تنو روغتیايي وضعیت کړکیچن دی.

په چمن کې د حکومتي روغتون یوه ډاکټر اختر محمد، تر دې دمخه اسوشتید پریس ته ويلي وو چې ۲۷ ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي
په چمن کې د حکومتي روغتون یوه ډاکټر اختر محمد، تر دې دمخه اسوشتید پریس ته ويلي وو چې ۲۷ ټپيان دغه روغتون ته وروړل شويانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د پاکستان لور ته اوسیدونکي یوه ځایي کس ولي محمد ویلي دي چې د فیرونو په ادامه یو شمیر چاودنې هم وشوې: «موږ د نورو ورځو په څير پر لاره وو چې ناڅاپه د يوې لوېې چاودنې غږ شو چې پکې زما د یو وراروه په ګډون ډير کسان په ماتو خښتو او ګاڼو ولګيدل.»

د چمن بولدک پولې نښته چا او څنګه شروع کړه؟

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر طالبانو نېوکه کړې. هغه د دوشنبې په ورځ پر ټويټر لیکلي دي: «د افغانستان سرپرست حکومت باید ضمانت وکړې چې دغه ډول بریدونه نباید تکرار شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په وروستيو کې په کابل کې د پاکستان سفارت تر ډزو لاندې راغی چې پاکستاني چارواکو هغه پر خپل سفير حمله وګڼله او طالبان ېې د امنیت په نیولو کې پړه وګڼل.

چمن کندهار سرحد؛ په ډزو کي پاکستانی عسکر وژل شوی

په دغو ډزو کې د سفارت يو ساتونکي ټپي شو. طالبانو یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې دوی هغه کس چې د پاکستان پر سفارت ېې ډزې کړې نيولی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه وخت د ټویټر په یوه پیغام کې ویلې دي، چې دغه بریدکوونکی «د یو بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.»

(AP)mks/nz/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل