1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۲۳م کال د طبیعي پیښو د زیانونو له اړخه بې ساری وو

۱۴۰۲ دی ۲۰, چهارشنبه

د بیمې د یوه شرکت شمېرې ښيي چې تېر ۲۰۲۳م کال د طبیعي پېښو له کبله ټول اوښتي زیانونه شاوخوا ۲۵۰ میلیارده ډالره وو. اقلیمي تغیرات او د ځمکې د کُرې ګرمیدل د طبیعي شدیدو پیښو د زیاتوالي له اصلي لاملونو څخه په ګوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/4b30J
انځور له آرشیف څخه: په تیر ۲۰۲۳م کال کې د نورې نړۍ په څیر په آلمان کې ګڼو طبیعي پیښو پراخ زیانونه اړولي ول.
انځور له آرشیف څخه: په تیر ۲۰۲۳م کال کې د نورې نړۍ په څیر په آلمان کې ګڼو طبیعي پیښو پراخ زیانونه اړولي ول.انځور: dpa/picture alliance

تېر میلادي کال طبیعي پېښوهم په نړۍ کې ډېر زیانونه اړولي دي. د مونیخ رې «MunichRe» په نامه د بیمي آلماني شرکت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳م کال کې د طبیعي پیښو له کبله رامنځ ته شوي مالي زیانونه شاوخوا ۲۵۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي چې د ۲۰۲۲ م کال د طبیعي پیښو له ټولو زیانونه په څیر یاد شوي دي.

خو میونخ رې د بیمې شرکت وایې چې په ۲۰۲۳ کال کې، د تیرو کلونو پر خلاف، "په سترو صنعتي هیوادونو کې لوی آفتونه" د مالي زیانونو د زیاتوالي لامل ندي شوي، بلکې شدیدې طبیعي پیښې او د آب و هوا اړوند طبيعي پیښې د نړۍ په ډیرو سیمو کې په لوړه کچه د زیانونو لامل شوي دي.

د بیمې دغه آلماني شرکت ویلي چې پهشمالي امریکااو اروپا کې د شدیدو طبیعي پیښو له امله د زیانونو دومره لوړه کچه هیڅکله نه وه ثبت شوې. له دې پلوه په شمالي امریکا کې شاوخوا ۶۶ ملیارده ډالر زیان رسیدلی چې له هغې یوازې ۵۰ ملیارده ډالره یې بیمه شوي جایدادنونه ول. په عین وخت کې په اروپا کې بیا ټول تاوان لس ملیارد ډالرو ته رسیدلی، چې اته ملیارد ډالر یې بیمه شوي جایدادونه ول.

د مونیخ ری بیمې شرکت کې د اقلیمي څیړنې د ټیم مشر ارنسټ راوخ وویل: «د ځمکې د تودوخې زیاتوالی به د شدیدو طبیعي پیښو او له دې اړخه د احتمالي زیانونو د زیاوالي سبب وګرځي.»

په ۲۰۲۳ کال کې د طبیعي پېښو له کبله د قربانیانو شمېر ۷۴ زره تنو ته لوړ شوی او په دې توګه دا د تېرو پنځو کلونو د اوسط شمیر په پرتله د پام وړ لوړوالی دی چې شاوخوا ۱۰ زره تنو ته رسیږي.
په ۲۰۲۳ کال کې د طبیعي پېښو له کبله د قربانیانو شمېر ۷۴ زره تنو ته لوړ شوی او په دې توګه دا د تېرو پنځو کلونو د اوسط شمیر په پرتله د پام وړ لوړوالی دی چې شاوخوا ۱۰ زره تنو ته رسیږي.انځور: Bodo Marks/dpa/picture alliance

هغه زیاته کړه: «د تودوخې په لوړه درجه کې ډیرې اوبه تبخیر کیږي او د ځمکې په اتموسفیر کې د نم [رطوبت زیاتوالی د ډیرو طوفانونو له پاره بالقوه انرژي رامنځ ته کوي.»

په ۲۰۲۳ کال کې د طبیعي پېښو له کبله د قربانیانو شمېر ۷۴ زره تنو ته لوړ شوی او په دې توګه دا د تېرو پنځو کلونو د اوسط شمیر په پرتله د پام وړ لوړوالی دی چې شاوخوا ۱۰ زره تنو ته رسیږي.

د دغو لویو طبیعي پيښو د قربانیانو د شمیر ډیریدو لامل هم په تېره فبرورۍ میاشت کې د ترکیې او سوریې په جنوب ختیځ کې ویجاړونکې زلزلې بلل شوي دي.

د مونیخ رې د بیمې شرکت په وینا، په ۲۰۲۳ م کال کې شاوخوا ۶۳،۰۰۰ کسان د ورته جیو فزیکي پیښو په پایله کې مړه شوي، چې دغه شمیر له ۲۰۱۰ کال راهیسې دومره لوړې کچې ته نه وو رسیدلی. تېر میلادي کال کې ۷۶ سلنه اقتصادي زیانونه د اب او هوا له امله ول او ۲۴ سلنه زیانونه بیا د جیو فزیکي پېښو لکه زلزلې له امله رامنځته شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل