1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۷۱ سلنه آلمانیان: له مهاجرو سره ترهګر هم راځي

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

آلمان او ترکیه دوه هغه هیوادونه دي چې د مهاجرو په منځ کې د تروریستانو د شتون له کبله تر ټولو زیاته اندیښنه لري. په هرو سلو ترکانو کې ۸۳ تنه او په هرو سلو آلمانیانو کې ۷۱ تنه له دې کبله اندیښمن دي.

https://p.dw.com/p/1Jh5i
Idomeni Grenze Polizei Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د نړۍ په ۲۲ هیوادونو کې یوه ترسره شوې نظرسنجي ښيي چې د دغو هیوادونو ډیری اوسیدونکي اندیښمن دي چې د مهاجرو په منځ کې ترهګر هم د دوي هیوادونو ته ورداخلیږي. دغه ویره د آلمان په ۷۱ سلنه او د ترکیې په ۸۳ سلنه خلکو کې موجوده ده.

د ایپسویس تحقیقاتي موسسې له خوا د مهاجرت او امنیت په اړه یوه ترسره شوې نظرسنجي ښيي چې آلمانیان او ترکان تر ټولو زیات له دې بابته اندیښمن دي چې د مهاجرو له ورداخلیدو سره یې امنیت خرابیږي.

د دغې نظرسنجۍ له مخې د آلمان ۷۱ سلنه او د ترکیې ۸۳ سلنه خلک ویره لري چې د مهاجرو په منځ کې یو شمیر تروریستان هم د دوي هیوادونو ته ورداخلیږي.

دغه نظرسنجي د جون او جولای میاشتو په منځ کې د نړۍ په ۲۲ هیوادونو کې ترسره شوې ده. په دې نظرسنجي کې ټولټال ۱۶۰۴۰ تنو کسانو چې انټرنت ته یې لاسرسي لرله، ګډون کړی دی.

تر ټولو زړور هیواد

له آلمان څخه وروسته بیا ۷۷ سلنه روسان او ۷۲ سلنه د مجارستان خلک په دې باور دي چې د مهاجرو په لیکو کې د تروریستانو د داخلیدو امکانات هم شتون لري. خو هسپانیه په ۲۲ هیوادونو کې هغه هیواد دی چې په دې باب تر ټولو کمه ویره لري. د هسپانیې ۱۶ سلنه وګړي دا ویره لري چې د مهاجرو په منځ کې د تروریستانو د شتون خطر موجود دی.

که له یوې خوا په آلمان کېد مهاجرو د داخلیدو په باب امنیتي اندیښنې زیاتې دي، خو له بل اړخه بیا د دغه هیواد ۴۵ سلنه خلک وايي چې د مهاجرو پر مخ دې پولې خلاصې وي او ۴۴ سلنه یې مخالف نظر لري.

د ترکیې ۶۴ سلنه او د مجارستان ۵۵ سلنه خلک هم وايي چې د مهاجرو پر مخ دې پولې وتړل شي، خو د دې برخلاف د بریتانیا ۶۰ سلنه او د هسپانیې ۶۱ سلنه خلک بیا د پولو له تړلو سره مخالف دي.

مهاجرت ته خوشبنینې او نه خوشبیني

د دغو ټولو تر څنګ، یو شمیر خلک بیا د مهاجرو جذب ته دومره خوشبینه نه دي. په دې کې د ترکیې ۲۸ سلنه خلک، د فرانسې ۲۲ سلنه او د آلمان ۵۱ سلنه خلک د مهاجرو جذب ته خوشبینه نه ښکاري.

یوازې ۳۸ سلنه آلمانیان په دې باور دي چې د مهاجرو د جذب بهیر به ګټورې پایلې ولري. خو تر ټولو زیات خوشبینه بیا د مجارستان او هسپانیې خلک دي. د مجارستان ۴۴ سلنه او د هسپانیې ۴۳ سلنه خلک د مهاجرت د بهیر پایلو ته خوشبینه دي.

د ایپسوس تحقیقاتي موسسې چې دغه نظرسنجي یې ترسره کړي وايي چې له کومو کسانو نه چې دوی نظرونه راټول کړي د ۱۶ او ۶۴ کلونونو تر منځ عمر لرونکي وو.

دغه ټولپوښتنه په آلمان، فرانسې، امریکا، کانادا، بریتانیا، هسپانیا، مجارستان، سویلي کوریا، مکزیک، لهستان، روسیه، سعودي عربستان، سویدن، سویلي افریقا، هند، ترکیه، بلژیک، برازیل، استرالیا، ایتالیا، جاپان او آرجانتاین کې ترسره شوې ده.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل