1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان له خوا په ډزو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي»

۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې په افغانستان کې وسله والو د پولې بلې غاړې ته د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې ډزې کړي دي. په دې بريد کې د دوو پاکستاني عسکرو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3vpEg
Pakistan Waziristan Soldaten im Shawal Tal
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP

د پاکستان د پوځ له خوا ويل شوي چې بريد د پاکستاني طالبانو په پخواني پاخه سنګر شمالي وزيرستان کې شوی دی.

د پاکستان پوځ په دې اعلاميه کې دا نه دي ويلي چې بريد کله شوی دی، خو زياته کړې ېې ده چې پاکستاني ځواکونو یې مناسب ځواب ورکړی دی او جوابي ډزې یې کړي دي. 

په دې اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي چې آیا وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که څنګه؟

د پاکستان پوځ په دوامداره توګه د پاکستاني عسکرو پر وړاندې «د ترهګریزو فعاليتونو له پاره د افغان خاورې» پر کارولو نيوکه وکړه او ویې ویل چې په څو ځلي یې له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د خپل سرحد اغیزمن کنترول دې تضمين کړي.

د پاکستاني ځواکونو د وژلو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی

شمالي وزيرستان ډېره موده د پاکستان د تحريک طالبان ډلې پوخ سنګر وو. د پاکستان پوځ بيا په ۲۰۱۵م کال کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې دغه سيمه خوندي کړه. خو پر دې سربيره هم پر پوځ وخت نا وخت بريدونه ترسره کيږي.

ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې دې ډول بريدونو يو ځل بيا زور اخيستی دی او په پاکستان کې يې په دې اړه انديښنې هم راپورته کړي چې طالبان يو ځل له افغانستان سره پر پوله پرته دې سيمه کې د ځان د منظمولو هڅه کوي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: