1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينټن افغانستان کې د جنسيتي آپارتايد ضد کمپاين ملاتړ کوي

۱۴۰۲ مهر ۱۴, جمعه

د هيلري کلينټن، ملالې يوسفزۍ او ښځينه افغان فعالانو په ګډون يوې ډلې د ملګرو ملتونو هغه غږ بدرګه کړ چې له مخې يې جنسيتي آپارتايد جرم بلل کيږي. دوی دغسې يو سند د پنجشنبې په ورځ لاسليک کړ.

https://p.dw.com/p/4XBWO
هيلري کلينټن
هيلري کلينټنانځور: Marechal Aurore/ABACA/picture alliance

د جنسي آپارتايد دغه ليک او د يوه تړون له پاره مسوده داسې مهال وړاندې کيږي چې نړيواله ټولنه پر دې باندې غور کوي چې څنګه د طالبانو حکومت، د افغانو ښځو پر وړاندې د ناوړه چلن له کبله مسئوليت منلو ته اړباسي.

دغه ليک چې د اتلانتيک کاونسيل او نړيوال عدالت مرکز په ملاتړ خپور شوی وايي چې »طالبان په لا ژور او بنسټيز ډول پر افغاني ښځو او نجونو ظلم کوي چې دا يوه ښکاره جرمي قضيه ده. د جنسيتي آپارتايد تعريف به قربانيانو او ژوندي پاتې شوو کسانو سره مرسته وکړي چې عاملين يې د هغو مطلقو جرايمو له مخې عدالت ته راکش کړي چې په وړاندې يې کيږي.«یوې افغانې ښځې د خپل جنسیت له مخې ډنمارک کې پناه واخیسته

دغه ليک د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ کوي چې د بشر ضد جرايمو په شته مسوده کې تغيير راولي او د جنسيتي آپارتايد مورد هم ورزيات کړي. راتلونکې اوونۍ به د دغې مسودې په هکله عمومي بحث وشي او غړي هېوادونه به تر ۲۰۲۴م کال پورې وخت ولري چې په ليکلي ډول خپل نظريات پرې شريک کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش په شمول د م.م. ځينو لوړپوړو استازو ويلي چې په افغانستان کې حاکم وضعيت »د جنسيت پربنياد آپارتايد« دی، خو دغه اصطلاح تر اوسه پورې په تر ټولو سختو نړيوالو جرمونو کې نه ده شامله شوې.طالبانو ته د ښځو د ورزش په اړه د المپیک نړیوالې کمېټې خبرداری

په مسوده کې آپارتايد يا د انسانانو بېلتون يوازې د توکم يا نژاد پر بنياد ذکر شوی دی. د ياد خط له مخې »د دغه تړون په مسوده کې د جنسيتي آپارتايد تعريف يوه نوي او بېل جرم تعريفولو ته اړتيا نه لري، بلکې يوازې د جنسيت خبره بايد موجوده تعريف ته ورزياته شي.«

فوزيه کوفي چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت پرمهال د پارلمان غړې وه، وايي چې د افغانستان اوسنی حالت »په سيستماتيک ډول د افغانستان له ټولنيزې او سياسي ساحې څخه د ښځو حذف دی.«

دغه ليک داسې مهال هم خپريږي چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې، سيما بحوث تېره مياشت د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه وغوښتل چې جنسيتي آپارتايد د جرم په توګه وپېژني. نوموړې دغې شورا ته وويل چې »هغه امکانات چې نړيواله ټولنه يې په اختيار کې لري، د دې له پاره نه دي جوړ شوي چې د دولت له خوا داسې پراخ جنسيتي ستم ته غبرګون وښيي.«