1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني طالبانو ته: د نړيوالو تر نظارت لاندي اوربند وکړئ

۱۴۰۰ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

ولسمشر غني له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چي د نړيوالي ټولني تر نظارت لاندي اوربند اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/3rNTu
Afghanistan The Heart of Asia Istanbul Ministerkonferenz
انځور: Cem Ozdel/AA/picture alliance

انترفکس خبري آژانس ليکي چي، ولسمشر محمد اشرف غني د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبه کي د افغانستان په اړه د «اسیا زړه-استانبول بهیر» کنفرانس ته په وينا کي پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چي د نړيوالي ټولني تر نظارت لاندي سراسري اوربند اعلان کړي.

هغه وويل: «سوله نن ورځ نه يوازي د افغانانو غوښتنه ده، بلکي يوه اړتيا ده. ۴۲ کاله کيږي چي افغانان د سولي له دغه حقه بې برخي دي.»

ولسمشر غني زياته کړه: «طالبان باید اوربند اعلان کړي او نړيواله ټوله يې بايد نظارت وکړي.»

وسله وال طالبان نه يوازي له اوربنده ډډه کوي، بلکي گواښ کوي چي که د روان ميلادي کال د می مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري امريکا متحده ايالات ټول عسکر له افغانستان څخه و نه باسي، دوی به د بهرنيو عسکرو پرضد د دوی په خبره »جهاد« ته زور ورکړي.

امريکا متحده ايالاتو له طالبانو سره په هغه تړون کي چي د قطر په پلازمېنه کي لاسليک سوی دی، ژمنه کړې ده چي د روان کال د می مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري به ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

خو اوس د امريکا نوي جمهور رئيس جو بايدن پتېيلې ده چي پر دغه توافقنامې له سره غور وکړي.

بايدن څه موده مخکي په يوه مرکه کي وويل چي «د تاکتيکي لاملونو» له مخي به دا ستونزمنه وي چي ټول ځواکونه دي تر ټاکل سوي نېټې پوري و ايستل سي.

خو طالبانو په جواب کي خبر داری ورکړ چي «له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو کي ځنډ به د دوحې له تړون څڅه سرغړونه وي او بيا به هغه څوک د تاوتريخوالي مسؤل وي چي له تړون څخه يې سرغړونه کړې وي».

ولسمشر غني په کنفرانس کي ټينگار وکړ چي «يو باثباته افغانستان د سيمي د ټولو هيوادونو په گټه دی». هغه زياته کړه: «افغانستان کولای سي په سيمه کي د اسيا د څلور لاري رول ولري، او د مرکزي اسيا هيوادونو ترمنځ ښې اړيکي د افغانستان د پرمختگ له پاره ډېري مهمي دي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب