1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمایټالیا

دریو هیوادونو د امنیتي ګواښونو خبرداری لوړې کچې ته پورته کړی

۱۴۰۳ فروردین ۶, دوشنبه

مسکو ته نیږدې پر یوه سالون تر خونړي برید وروسته د آلمان حکومت افراطي اسلامپاله د دې برید عاملان بولي. په دې ترڅ کې آلمان، فرانسې او ایټالیا د ترهګرۍ د ګواښونو خطر لوړې کچې ته پورته کړی دی.

https://p.dw.com/p/4e69Y
 ته فرانسې په مسکو کې تر برید وروسته د امنیتي ګواښونو د خطر کچه تر ټولو لوړې ته پورته کړې ده.
فرانسې په مسکو کې تر برید وروسته د امنیتي ګواښونو د خطر کچه تر ټولو لوړې ته پورته کړې ده.انځور: Apaydin Alain/abaca/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې «تر اوسه پورې ترلاسه شوي ټول معلومات پر دې دلالت کوي چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې خراسان څانګه د خونړي ترهګریز برید مسئوله ده.» د آلمان د کورنیو چارو وزیرې د دغې ډلې یعنې «اسلامي دولت» خراسان څانګه د نوم لنډیز (ISPK) په یادولو سره خبرداری ورکړی دی چې په آلمان کې د یادې ډلې له لوري د امنیتي ګواښونو خطر موجود دی.

خراسان د مرکزي آسیا د سیمې تاریخي نوم دی چې د نورو ترڅنګ پکې د نني افغانستان، پاکستان او ایران هیوادونو برخې شاملې دي.

بل لوري ته فرانسې هم په مسکو کې تر برید وروسته د امنیتي ګواښونو د خطر کچه تر ټولو لوړې ته پورته کړې ده. د فرانسې لومړي وزیر ګابریګل اتال د یکشنبې په ورځ د هیواد له امنیتي او دفاعي لوړ پوړو چارواکو سره تر ملاقات وروسته دغه پریکړه کړې ده. اتال پر ایکس پخواني ټویټر کې د یوه پوست په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي دولت له لوري په مسکو کې د برید د مسوولیت منلو په پام کې نیولو سره او زموږ په هیواد کې ګواښونو ته په کتو دغه پریکړه شوې ده.

د مسکو تر برید وروسته آلماني چارواکو په دغه هیواد کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی دی.
د مسکو تر برید وروسته آلماني چارواکو په دغه هیواد کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی دی. انځور: Bjoern Trotzki/IMAGO

د فرانسې د ترهګرۍ د خطر خبرداری درې درجې لري چې تر ټولو لوړه یا دریمه درجه هغه وخت فعالیږي کله چې په فرانسه یا بل کوم بهرني هیواد کې ترهګریز برید وشي او یا دا چې د یوه امنیتي تهدید امکان بیخي ډیر وي. کله چې دغه درجه لوړه شي، د فرانسې امنیتي چارواکي بیا په عامه ځایونو لکه د ریلونو تم ځایونو، هوايي ډګرونو، دیني مراکزو او نورو ورته ځایونو کې ګزمې او حضور ډیروي.

تر فرانسې وروسته ایټالیا هم د مسکو تر برید وروستهپه هیواد کې امنیتي تدابیرو د شدید کولو پریکړه کړې ده. په دغه هیواد کې د ایسټر تر رخصتیانو مخکې، پولیسو ته دنده سپارل شوې څو ګزمې او څارنه ډیره کړي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په مسکو کې تر برید وروسته د ملي امنیت پالیسیو تر بیا ارزونې وروسته دغه ګام پورته کړی دی.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «د ایسټر را روانو رخصتیو ته په پام سره، د پولیسو له لوري د څار او ګزمو په شمول پر یو لړ امنیتي تدابیرو توافق وشو.» په اعلامیه کې راغلي چې حساسو ځایونو ته به هم ډیر پام کیږي.

ا.خ.ح / ن.ز