1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا باید خپله دفاعي وړتیا پیاوړې کړي

۱۴۰۲ اسفند ۱۲, شنبه

یوې المانۍ ورځپاڼې له سړې جګړې وروسته په اروپا کې موجود امنیت او هوساینې ته متوجه ګواښونو ته په اشارې کولو سره د روسیې په مقابل کې د لویدیځې اروپا د دفاعي توانمندۍ د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4d6Fm
Südkorea | Taurus Marschflugkörper
انځور: Jung Yeon-Je/AFP/Getty Images

د «نوین څورشر ورځپاڼې» د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د مارچ دويمه) د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې په هکله د لویدیځ د غبرګون په اړه په خپله یوه مقاله کې لیکلي دي: «څه باندې دیرش کلونه مخکې د سړې جګړې د پای ته رسیدو له امله رامنځته شوې ګټوره سوله، د ستاینې وړ ده. خو دغه ښایسته وخت پر اوکراین د روسیې د برید راهیسې په تاریخ بدل شوی دی. په اروپا کې یو ځل بیا جګړه حاکمه ده او هر هیواد باید د خپل دفاع او امنیت تامینولو له پاره ډیر زیار وباسي. دا کار روسیې ته د یوه داسې اعتبار وړ سګنال استولو ته ضرورت لري چې وښيې، د اروپا خلک د روسیې د برید پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع کولو ته اماده دي. خو د المان صدراعظم اولاف شولڅ د دې برعکس عمل کوي او ځان د محافظه پاله سوله ایز صدراعظم په توګه له وړاندې کولو سره اوکراین ته د کروز توغندیو د سرګولولو ورکول، چې دغه هیواد ورته عاجل ضرورت لري ردوي.

شولڅ خپل دا کار له دې مشکوکې ادعا سره توجیه کوي، چې پر روسیې د اوکراین د برید په پلانولو کې یوازې د یوه الماني سرتیري ګډون او مشارکت هم کولی شي د المان له پاره د یوه غیر مسئولانه خطر باعث وګرځي. یو څوک چې له روسیې څخه دومره ویره لري، په حقیقت کې پوتین ته د یرغل کولو بلنه ورکوي.

 پر اوکراین د روسیې له وحشیانه او واضح یرغل وروسته نوی ګواښونکی وضعیت روښانه شوی دی. له دوه کلنې جګړې وروسته باید لویدیځه اروپا له دې وضعیت سره ځان عادت نه کړي، بلکې په دوامداره توګه ورته ځواب ووایي. په بل صورت کې به دا نه یوازې په ناڅاپي ډول د سولې د لاسته راوړنو، بلکې د سولې او پرمختیا د پای ته رسیدو یوه بې سارې تاریخي مرحله وي.»
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب