1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان نجونې اوښکې تويوي؛ نړيوال دې ښوونځيو خلاصولوته متحد شي

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د افغانستان د روباټ جوړونکو نجونو د ټيم پخوانۍ مشرې، سُميه فاروقي وروسته له هغې چې د ملګرو متلونو په سازمان کې ېې د نړۍ له رهبرانو څخه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د حفاظت غوښتنه وکړه، د صحنې تر شا ېې اوښکې توی کړې.

https://p.dw.com/p/4H8X6
USA | Generalsekretär der Vereinten Nationen Antonio Guterres
انځور: Mary Altaffer/AP/picture alliance

سُميه فاروقي رويټرز ته وويل: «پروسږکال دا وخت زه په ټولګي کې وم، خو سږکال په ټولګیو کې نجونې نه شته. ټولګي خالي دي او نجونې په خپلو کورنو کې ناستې دي. ځکه خو زما له پاره ډېره سخته وه چې خپل احساسات مې کنټرول کړي وي.»

۲۰ کلنه سُميه فاروقي چې دا وخت د ميزوري پوهنتون په ساينس او تکنالوژي پوهنځی کې زده کړې کوي، د تیرکال په اګست کې د طالبانو د بيا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتله.

افغان نجونې مه هیروئ

فاروفي روانه اوونۍ په نیويارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په سرمشريزه کې د لوړې کچې غونډې له پاره د نړۍ راټولو شوو رهبرانو ته په وېنا کې له هغو وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو د بېرته خلاصولو او د هغوی د حقونو د محافظت له پاره متحد او غوښتونکي شي.

هغې وويل: «دا اوونۍ تاسو ټول دلته ياست تر څو ټولو ته د زده کړو د بدلون د حل لارو وړانديزونه وکړئ، خو تاسو باید هغه خلک چې تر شا پاتې دي هیر نه کړئ، هغه چې په کافي اندازه خوشبخته نه دي چې اصلا وشي کړي په ښوونځيو کې وي.»

د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو دوام، پر طالبانو فشارونه ډېریږي

سُميه فاروقي زیاته کړه: «خپل پیوستون مو ما او زما په څېر ميليونونو افغان نجونو سره وښيئ.»

ملاله یوسفزۍ رهبرانو ته: د تعلیم حق ته ژمن شئ

Afghanistan Frauen Teamarbeit
د آرشیف انځور - د افغانستان په هرات ولایت کې د روبات جوړونې ټيم څو غړې د کار پر مهالانځور: Picture alliance/AP Photo/A. Seir

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله يوسفرۍ چې د پاکستاني طالبانو له خوا په ډزو ټپي شوې وه، د نړۍ رهبران په لږو اقداماتو ورټل. هغې د دوشنبې په ورځ وويل: «تاسو اکثره په دې ښه پوهېږئ چې څه ته اړتيا ده چې باید وشي. تاسو بايد کوچنۍ، ناچيزه او لنډمهاله ژمنې ونه کړئ، بلکې د بشپړ تعلیم د حق له پاره ژمن شئ او په یو وار سره د بودجې تشه د ټولو له پاره ډکه کړئ.»

طالبان چې له څه باندې يو کال راهېسې پر افغانستان واکمن دي، د ښځو په تړاو ېې ګڼ شمیر فرمانونه صادر کړي دي. طالبان وايي ښځې نه باید له خپلو کورنو څخه له یو نارينه محرم پرته ووځي او خپل مخونه پټ کړی.

«طالبان په پکتیا کې د نجونو د لاریون په تنظیموونکي پسې ګرځي»

طالبان څه وايي؟

طالبان په مارچ مېاشت کې په ناڅاپي توګه له خپلې هغې وعدې هم پر شا شول چې ويلي ول د نجونو پر مخ به تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي خلاصوي. په حاضر وخت کې د افغانستان اکثره نجونې ښوونځيو ته نشي تلی او په زرونو ښځو هم د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله خپل کارونه له لاسه ورکړي دي، هغه هم په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سر هم مخ دی.

طالبان وايي، دوی د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې. دوی زیاتوي چې د مارچ میاشتې راهيسې د نجونو لیسو د خلاصولو له پاره پر يو طرزالعمل کار کوي.

ګوتريش: طالبان دې فوراً د نجونو ښوونځي خلاص کړي

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، آنتونیو ګوتريش د دوشنبې په ورځ د تعلیم د بدلون په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې باید «په فوري توګه د نجونو پر ثانوي ښونځيو ټول لګول شوي بندیزونه لري کړي.» هغه زیاته کړه: «د نجونو تعلیم هر ځای کې د سولې او امنیت د تامين او د اغیزمنې پراختیا له پاره د تر ټولو مهمو اقداماتو څخه یو دی.»

ګوتېرش: طالبان دې عاجل د نجونو پر ښوونځیو محدودیت ختم کړي

په عین حال کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکل وويل: «مهمه نه ده چې ښځې چيرته ژوند کوي، هغوی باید د ژوند په ټولو برخو کې مساوي حقونه ولري... موږ باید د دې له پاره مبارزه وکړو. موږ باېد د دې له پاره هره ورځ مقابله وکړو.»

Afghanistan Schule
طالبان په مارچ مېاشت کې په ناڅاپي توګه له خپلې هغې وعدې هم پر شا شول چې ويلي ول د نجونو پر مخ به تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي خلاصويانځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

د ښځو د ملاتړ په برخه کې ستونزې

د افغان نجونو او بشري حقونو له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانګړې استازې، رينا امیري، وايي چې ټولنې ته د افغان مېرمنو د بېرته راګرځولو په لار کې ډيرې ستونزې په مخ کې پرتې دي. هغه په دې برخه کې بې ثباتي، د امنيت کموالی او د مالي هرج و مرج په څير مسایلو ته اشاره کوي چې د ښځو د ملاتړ په برخه کې هڅې له ننګونو سره مخ کولی شي.

افغان روبات جوړوونکو نجونو په اروپا کې هم جایزه وګټله

مېرمن امیري وايي: «کوم څه چې موږ غواړو وښيو دا ده چې انعطاف پزيري موجوده ده.»

زړه ماتوونکي پيغامونه

فرشته فروغ چې په افغانستان کې ېې د نجونو او ښځو له پاره د کودينګ لومړنی ښوونځی جوړ کړی هم اوښکې تویوي. هغه وايي د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته اړه شوه چې ښوونځی ېې وتړي او آنلاین تدریس وکړي.

مېرمن فروغ په داسې حال کې چې اوښکې يې له سترګو بهېدې وويل: «موږ د دې وړتیا درلوده چې په خپل ګرافيک ښوونځي کې د ګډون له پاره له ۳۰۰ نجونو څخه امتحان واخلو، اما دا چې دغه کار سږکال څومره سخت شوی، اصلا د نه باور وړ دی.» هغه وايي: «زه چې له نجونو څخه کوم کتبي پيغامونه ترلاسه کوم زړه ماتوونکي دي.»

ر/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل