1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده د ایمن الظواهري یو ثبت شوی غږ خپور کړی

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

امریکا متحده ایالاتو د روان کال په جولای میاشت کې په یوه توغندویز برید کې د ایمن الظواهري د وژنې ادعا کړې وه. د امريکا تر دغې ادعا وروسته القاعده سخت درېځې شبکې تر اوسه د خپل رهبر د ځای ناستي اعلان نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/4LOMG
Al Kaida Chef Aiman al-Sawahiri (Archivbild)
انځور: SITE INTELLIGENCE GROUP/AFP

القاعده شبکې یو ثبت کړی غږ خپور کړی او ادعا ېې کړې چې دغه غږ د دوی د پخواني رهبر ایمن الظواهري دی.

د امريکا استخباراتي ډلې «SITE» ويلي دي چې القاعده شبکې د جمعې په ورځ یو ۳۵ دقيقه يي ثبت شوی غږ خپور کړی او ادعا ېې کړې چې دغه غږ د هغوی د رهبر ایمن الظواهري دی.

سرچېنې ويلي دي چې د غږ د ثبت نېټه معلومه نه ده او د ثبت شوي بیان له اورېدو څخه هم نه معلومیږي چې هغه څه وخت ثبت شوی دی.

د القاعده مشر د وژنې په اړه غبرګونونه

د ایمن الظواهري په هکله ويل کيږي چې هغه د روان کال د جولای مياشتې په وروستیو کې د افغانستان په پلازمينه کابل ښار کې د امریکا په یو توغندويز بريد کې ووژل شو. د الظواهري وژنه په ۲۰۱۱م کال د پاکستان په ايبټ آباد کې د القاعده شبکې د بنسټګر، اسامه بن لادن، تر وژنې وروسته پر دغې سخت دريځې شبکې تر ټولو لوی ګوزار وو.

د ایمن الظواهري تر «وژنې» وروسته، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ويلي وو چې الظواهري له کلونو راهیسې پټ وو. هغه زیاته کړې وه چې د الظواهري لټون او وژنه د تروريزم ضد او استخباراتي ادارو د «احتیاط، زغم او پر له پسې هڅو» پایله وه.

په هلمند کې د عربانو د شتون په اړه ګونګوسي

امریکا ادعا کړې، ایمن الظواهري چې دوه لسیزې د امریکا تر تعقیب لاندې وو، ورځنۍ چارې ورباندې وژونکې تېرېدې چې بلاخره د جولای میاشتې په ۳۱مه سهار، د خپل هستوګنې په بالکين کې د امریکا په یوه توغندي کې په نخښه او ووژل شو.

د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست په حواله، د القاعده شبکې دغه ۷۱ کلن رهبر، د کابل په شيرپور سیمه کې په خپل درې پوړيز کور کې د تل په څير د سهار په ۶ بجو او ۱۵ دقیقو د ساختمان بالکين ته راووت. 

د الظواهري د کور مودل د سي آی اې په موزیم کې ایښودل شوی

د ورځپاڼې مطابق، هغه معمولا تر لمر خاته وروسته، بالکین ته راووت او تل به ېوازې وو. د امریکا استخباراتي ادارې د هغه له دغه عادت څخه په ګټې اخیستو د هغه د وژنې عملیات جوړ کړل.

د ځای ناستي اعلان تر اوسه نه دی شوی

القاعده شبکې تر اوسه د خپل رهبر ځای ناستی نه دی اعلان کړی، خو کارپوهان دغې رهبرۍ له پاره د مصر د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر، سیف العادل تر ټولو وړ شخص بولي.

طالبان: د الظواهري مړی مو نه دی موندلی

امریکا متحده ایالاتو د هغو معلوماتو په بدل کې چې د سیف العادل په نېولو کې دقیق ثابت شي، لس میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی.

ایمن الظواهري د القاعده شبکې د موسس اسامه بن لادن تر وژنې وروسته، د دغې شبکې تر ټولو مهم کس او د بن لادن ځای ناستی وو. الظواهري ته د امریکا د ۲۰۰۱ کال سپتمبر مياشتې حملو د متفکر مغز په سترګه کتل کيږي. 

نوموړی په ۲۰۰۱ کال، پر افغانستان د امريکايي قواوو د حملې پر مهال، له اسامه بن لادن سره يوځای د افغانستان په ختيځو سرحدي غرنيزو علاقو کې پټ شوی وو. امریکا د هغه په سره ۲۵ میليونه ډالرو انعام ټاکلی وو.

طالبان وايي د القاعدې مشر د وژلو په هکله د امریکا د ادعا پلټنه کوي

 ج ا/م.ک.ص./ا.ا.(رويټرز)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل