1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: اوس د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه لږ وخت کې ارزول کیږي

۱۴۰۲ اسفند ۲۰, یکشنبه

د المان حکومت ویلي دي چې تیر کال د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو ارزونې په موده کې د پام وړ کمښت راغلی. دا په داسې حال کې چې په المان کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو شمیر لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4dMTk
Registrierung von Flüchtlingen
المان کې د پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې مرکزانځور: Imago/IPON

د المان حکومت په بونډسټاګ یا پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په ۲۰۲۳م کال کې مسئولو ادارو د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونو ته په اوسط ډول په ۶،۸ میاشتو کې رسیدګي کړې ده.

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲م کال کې بیا په اوسط ډول په ۷،۶ میاشتو کې د پناه غوښتونکو دوسیو ته رسیدګي شوې وه.

د المان خبري آژانس ته د رسیدلو معلوماتو له مخې د کډوالو او مهاجرت د چارو ادارې (بمف) د پریکړې پر وړاندې د رد شوو پناه غوښتونکو شکایتونو ته په محکمو کې د رسیدګۍ وخت هم پنځو میاشتو ته را ټيټ شوی دی.

د بیلګې په توګه هغه پناه غوښتونکي چې په ۲۰۲۲م کال کې یې د بمف د پریکړې پر ضد شکایت کړې وو په اوسط ډول ۲۰،۷میاشتې متظر پاتې شوي دي، څو ځواب ترلاسه کړي.

د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونو او شکایتونو ته د رسیدګۍ موده په ټولو ایالتونو کې یو شان نه وه. په راینلنډ فالتس ایالت کې به د انتظار مودې پنځه میاشتې دوام کولو، خو دغه موده به بیا په زارلنډ ایالت کې ۸،۹ میاشتو ته غځیدله. همدا راز په نیدرزاکسن ایالت کې به یې تر ۲۴ میاشتو هم ډیر دوام کولو او په هِسن کې یې ۳۱،۵ میاشتې وخت نیولی وو.

Clara Bünger
د المان حکومت په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونګر انځور: DW

میرمن بونګر غوښتنه کړې ده، د دې له پاره چې حقوقي چارو ته په لږ وخت کې رسیدګي وشي باید ډیر کارمندان وګمارل شي او د اداري محاکمو فعالیتونه هم په ښه توګه تنظیم شي.

کلارا بونګر د المان تحریریه شبکې ته وویل: «د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته اوږدمهاله رسیدګي یو عذاب دی، ځکه ټولنې ته د پناه غوښتونکو د چټک جذبیدلو مخنیوی کیږي او خلک نا مطمینه پاتې کیږي. داسې باید نه وي چې پناه غوښتونکي دې په اوسط ډول یونیم کال صبر وکړي، څو وضعیت یي مشخص شي.»

په ورته وخت کې دغې سیاستوالې خبرداری ورکړ چې دوسیو ته د رسیدګۍ سرعت نباید د پناه غوښتونکو د حقونو پر کیفیت منفي اغیزې وکړي. هغې وویل سربیره پر دې چې د مهاجرت او پناهندګۍ فدرالي اداره باید په کافي اندازه کارمندان ولري، مهمه ده چې پناه غوښتونکي د خپلو انټرويګانو یا مرکو له پاره په ښه توګه امادګي ولري، څو وکولی شي د پناه ترلاسه کولو له پاره په ښه او هر اړخیز ډول خپل دلایل وړاندې کړلی شي.

په آلمان کی د تابعیت قانون نور هم پسی شدید سو

د المان د کیڼ اړخې ګوند دغه استازې په دې باور ده چې د یادو مسايلو په پام کې نیولو سره د سوء تفاهمونو د رامنځته کیدو او شکایتونو چې ورته د رسیدګۍ لپاره اوږد وخت ته اړتیا وي، مخنیوی کیږي.

سره له دې ټولو میرمن بونګر غوښتنه کړې ده چې د المان حکومت دې پناه غوښتونکو د جامع او خپلواکه مشورتي خدماتو د وړاندې کولو له پاره په کافي اندازه مالي سرچیني په اختیار کې ورکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا