1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ايران: پر شاهچراغ زيارت د برید عامل نیول شوی

۱۴۰۲ مرداد ۲۳, دوشنبه

د ایران د شیراز ښار پر شاهچراغ زیارت د تیرکال برید د دو عاملینو تر اعدام یوه میاشت وروسته تیره شپه یو ځل بیا پر دې زیارت ورته برید تر سره شوی.

https://p.dw.com/p/4V80i
آرشیف: د ایران د شیراز ښار د شاهچراغ زیارت انځور
آرشیف: د ایران د شیراز ښار د شاهچراغ زیارت انځورانځور: UGC

د ایران هیواد د فارس پوځي قوماندان وايي، له هغو دوو کسانو څخه چې د یکشنبې په شپه یې د شیراز پر شاهچراغ زیارت برید کړی وو، یو تن یې نیول شوې دی.

د ایراني رسنیو په دې برید کي د ګڼ شمیر کسانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی دی.

ویل کیږې د شاه چراغ د برید عاملین په جنګي وسلو سمبال د مرمیو ۸ شاجورونه ېې لرل او له زیارت څخه دباندي یې ډزې پیل کړې وې.

مخکې ویل شوي وه چې د برید عاملین دوه تنه وو، خو د فارس د عدلیې رئیس ویلې تر اوسه په دې تروریستي پیښه کې د دویم کس شتون نه دی ثابت شوی، ځکه د پېښې د څرنګوالي په اړه له نیول شوي تروریست څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د مړو د شمېر په اړه بېلابېل خبرونه خپاره شوي دي. تسنیم خبري آژانس لومړی د حرم د دوو خادمانو د وژل کیدو خبر ورکړی وو خو بل لور د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري آژانس ایرنا د وژل شویو کسانو شمېر څلور تنه اعلان کړ. خو د فارس والي ویلې يو تن وژل شوى.

همدا رنګه د فارس خبري آژانس په دې پیښه کې د ټپیانو شمیر۷ تنه اعلان کړی دی.

د ایران د بېړنیو حالاتو د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې د دریو ټپیانو حالت نازک دی چې دوه یې په خیټه او بل یې پر سر لګېدلی دی.

د ایران جمهور رئيس ابراهیم رئیسي د دې هیواد له کورنیو چارو وزیر سره تر خبرو وروسته هغه ته لارښوونه کړې ده چې د یادې پيښي امنیتي اړخونه په جدي اوعاجل ډول وڅیړي او د نتیجو راپور ېې وړاندي کړي.

ایران: ځانمرګي برید کې شپږ انسانان وژل شوي

د چارواکو په خبره تر اوسه د دغه برید سره په تړاو څلور تنه نیول شوې دي.

د ویلو ده چې نیږدې یوه میاشت مخکې د سرطان مياشتي پر ۱۷نېټه دوه کسان چې د تېر کال په مني کې پر شاهچراغ زیارت د حملې اصلي عاملین پیژندل شوې وه اعدام شول.

پر شاهچراغ د تېر برید په ترڅ کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۵ کسان نور ټپیان شوي وه.