1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ايران په عراق او سوريه کې اهداف ويشتلي دي

۱۴۰۲ دی ۲۶, سه‌شنبه

د ايران سپاه پاسداران ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د باليستک توغنديو په مرسته یې د اسرائيل د جاسوسۍ مرکزونه او «په سيمه کې د ایران مخالفي ترهګرې ډلې» په نخښه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4bI5p
ايران په سوريه او عراق د بريدونو ادعا کړې ده
ايران په سوريه او عراق د بريدونو ادعا کړې دهانځور: Ahsan Mohammed Ahmed Ahmed/AA/picture alliance

ايران د دوشنبې په ورځ ناوخته ماښام د عراق د شمال په اربيل سيمه کې د امريکا قونسلګرۍ ته څېرمه او همدا زار د سوريې په شمال کې پر افراطي ډلې «اسلامی دولت» پورې تړلو اهداف باندي د توغندیز بريد ادعا کړې ده.

د ایران سپاه پاسداران ويلي دي چې په اربيل کې یې د «اسرائيل د جاسوسۍ مرکز هم په نخښه کړی دی» چې د امريکا قونسلګرۍ ودانۍ ته څېرمه پروت دی. 

د عراق په شمال نيمه خپلواکه سيمه کې د کردانو حکومت د امنيتي شورا په حواله په اربيل کې د امريکا قونسلګرۍ ته څيرمه د ميزايل په برید کې څلور ملکيان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د رويترز خبري آژانس په حواله د عراق امنيتي او روغتيايي سرچينو ويلي دي چې په دې بريد کې يو شتمن کرد سوداګر او د هغه د کورنۍ څو کسان په وژل شويو کسانو کې شامل دي. د دې کورنۍ پر استوګنځای لږ تر لږه يو توغندی لګيدلی دی چې له کبله یې دا کسان وژل شوي دي.

بريد څومره ځاني او مالي زيان اړولی دی؟

امنيتي سرچينو دا هم ويلي دي چې يو بل راکټ د کردانو د استخباراتي ادارې د يوه لوړپوړي افسر پر کور او يو بل استخباراتي ادارې پر دفتر باندې لګيدلی دی. د امنيتي ځواکونو په حواله له همدې کبله د اربيل په هوايي ډګر کې هوايي ترافيک د ځنډ سره مخامخ شوی دی.

یوه عراقي چارواکي ويلي دي چې په اربيل کې «څو» بالستيک توغندي لګېدلي دي، خو هغه په دې اړه نور جزيات ور نه کړل.

د ایران له ملاتړه د برخمنو عراقي ملېشو يوه چارواکي ويلي دي چې د امريکا قونسلګرۍ ته پر څېرمه پرتې سيمه کې لس توغندي لګيدلي دي. هغه وويل چې دا میزايل د ایران سپاه پاسداران ځواک توغولي ول.

بل لوري ته د ايران پاسداران انقلاب ځواکونو د يوې اعلامیې په ترڅ کې د اسرائيل د استخباراتي ادارې «موساد» د نوم په اخیستو سره ويلي دي چې ایران «بالستیک توغندي په سیمه کې د جاسوسۍ د مرکزونو پر ضد او د ايران مخالفو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په موخه کارولي دي.»

د سوریې په شمال کې دا بريد داسې مهال شوی دی چې داعش ډلې د روانې میلادي میاشتې په سر کې د دوو ځانمرګو بريدونو پړه منلې وه چې په ترڅ کې یې د ایراني جنرال قاسم سليماني ياد غونډه په نخښه شوې وه.
د سوریې په شمال کې دا بريد داسې مهال شوی دی چې داعش ډلې د روانې میلادي میاشتې په سر کې د دوو ځانمرګو بريدونو پړه منلې وه چې په ترڅ کې یې د ایراني جنرال قاسم سليماني ياد غونډه په نخښه شوې وه.انځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

سپاه پاسداران ځواک دا هم ويلي دي چې په سوريه کې یې تش په نوم «اسلامي دولت» يا داعش په ګډون په ایرن کې «په ترهګریزو بريدونو کې د لاس لرونکو» پر وړاندې هم اقدامات کړی دی.

خو تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې د سوریې په شمال کې د توغنديو بريد څومره زيان اړولی دی.

پر بريدونو د امريکا غبرګون

دا بريدونه داسې مهال شوي دي چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخیدو او شديديدو په اړه اندېښنې څرګنديږي او امريکا یې د پراخيدو د مخنيوي هڅې کوي.

دوو امريکايي چارواکو د رويترز خبري آژانس ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي دي چې په اربيل کې د ایران توغندیز بريد امريکايي تاسيساتو ته هیڅ ډول زيان نه دی اړولی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو ملر، ويلي دي چې امريکا په اربيل کې «د ايران دا بې سنجشه بريدونه» په کلکه غندي. هغه زياته کړې ده چې دا ډول بريدونه د عراق ثبات زيانمن کوي.

د بريد شاليد

د سوریې په شمال کې دا بريد داسې مهال شوی دی چې داعش ډلې د روانې میلادي میاشتې په سر کې د دوو ځانمرګو بريدونو پړه منلې وه چې په ترڅ کې یې د ایراني جنرال قاسم سليماني ياد غونډه په نخښه شوې وه. جنرال قاسم سليماني په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

په کرمان کې د جنرل قاسم سليماني، په ياد په جوړه شوې غونډه کې ځانمرګي بريد کې ۸۴ کسان ووژل شول او ۲۸۴ نور ټپيان شول.

تېره مياشت ايران پر اسرائيل دا تور هم ولګاوه چې د دمشق په يوه محله کې یې د يوه هوايي بريد په نتیجه کې يو لوړپوړی ایرانی جنرال سيد رضي موسوي، وواژه.

ایران په ماضي کې هم د عراق په شمالي کردستان سيمه کې دا ډول بريدونه کړي دي او تل وايي چې په دې سيمه کې پر ایراني بيلتون غوښتنونکو سربیره د ايران د پخواني دښمن اسرائيل ايجنټان هم موجود دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب