1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د اسرائيل عسکر د غزې له الشفا روغتون څخه وتلي دي

۱۴۰۳ فروردین ۱۳, دوشنبه

اسرائيل د غزې ښار په مرکزي روغتون کې عمليات چې دوې اونۍ یې دوام وکړ، د روانې جګړې تر ټولو بريالي عملیات بللي دي. د حماس د روغتيا وزارت په حواله د عسکرو تر وتلو وروسته په روغتون کې څو جسدونه موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4eJi6
د غزې الشفا روغتون
د غزې الشفا روغتونانځور: AFP/Getty Images

د اسرائيل پوځ د دوشنبې په ورځ تر دوو اونیو عملياتو وروسته دغزې ښار له الشفا روغتونه څخه وتلي دي.

په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت ویلي دي چې تر دې عملیاتو وروسته د الشفا روغتون چې د سيمې مرکزي روغتون دی، ډېره برخه په کنډواله اوښتې ده.

وزارت د دې په زياتولو سره چې دغه روغتيايي کمپليکس اوس «په بشپړه توګه له کاره لوېدلی» دی، ويلي دي: «څو جسدونه چې ځيني یې تجزيه شوي، د الشفا روغتون په داخل او شا او خوا کې موندل شوي دي.»

داسرائيل دفاعي ځواک (IDF) د ټولنیزو رسنیو له لارې د «عملیاتو تر بشپړولو» وروسته له روغتونه وتل تائيد کړي دي.

د پوځ له خوا ويل شوي: «ځواکونو د الشفا روغتون په سيمه کې خپل دقيق عملياتي فعاليت بشپړ کړی دی.»

اسرائيل وايي پر روغتون چاپه بريالۍ وه

د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، دا عمليات د برياليو عملياتو په توګه ياد کړي او دا یې دقيق او ناڅاپي پوځي عملیات بللي دي.

پوځ هم پر الشفا روغتون دا چاپه د حماس تر برید وروسته په غزه کې د ځمکنيو عملياتو له پېل راهېسې له ترسره شویو عملياتو څخه تر ټولو بريالۍ بللې ده. د اکتوبر پر ۷مه نېټه حماس او نورو وسله والو د اسرائيل په جنوب کې بريدونه وکړل چې په ترڅ کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او څه نا څه ۲۵۰ نور يرغمل کړل شول. د حماس ډله پر نورو سربیره د امريکا متحده ایالاتو، اروپايي تولنې او آلمان له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د اسرائيل د پوځ يوه مشر وياند دانيل هګاري، وويل چې حماس او د اسلامي جهاد کوچنۍ ډلې د شمالي قوماندې خپل اصلي مرکز په روغتون کې دننه جوړ کړی وو.

هګاري پر حماس د روغتيايي کمپليکس د تخريبولو تور لګولی دی. هغه وويل چې ځینو جنګيالو یې د روغتون خونې په سنګرونو بدلې کړې وې، په داسې حال کې چې نورو بيا پر ودانۍ د هاوان بريدونه کول.

هګاري وویل چې د اسرائيل عسکرو د عملياتو په ترڅ کې وسلې او تر کابو ۳ میليونه امريکايي ډالرو ډېرې پېسې ضبط کړي او څه نا څه ۹۰۰ شکمن وسله وال یې نيولي دي. د رپوټونو پر اساس په دې کې تر ۵۰۰ ډېر د حماس او اسلامي جهاد ډلې جنګيالي شامل دي.

د اسرائيل د پوځ دې وياند د پوځ په لاس ملکي وګړو ته د زيان رسېدو خبره رد کړه. هغه وويل چې پوځ د کمپليکس د ۳۰۰ او ۳۵۰ ترمنځ مريضانو له جملې څخه تر ۲۰۰ ډېر تخليه کړي ول.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د اسرائيل دفاعي ځواکونو ویلي دي چې د دې عملياتو په ترڅ کې يې تر روغتون لاندې څو خونو ته غځيدلی يو تونل موندلی دی. زياته شوې ده چې د روغتون په ودانۍ کې دننه یې وسلې هم موندلي دي چې ټولې یې ضبط شوي دي.

روغتون په کنډاله اوښتی

د روغتيايي کمپليکس په انځورونو او شا او خوا سیمو کې سخت تخريب ترسترګو کيږي او ځيني په دود تور ديوالونه ليدل کیږي.

د حماس د روغتيا وزارت ويلي دي چې په روغتون کې يو شمير جسدونه موندل شوي دي. يوه ډاکتر د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې تر ۲۰ ډېر مړي موندل شوي چې پر ځينو یې موټرونه تېر شوي دي.

د روغتيا وزارت ويلي دي: «په ودانۍ کې دننه او د ودانۍ په شا او خوا کې د تخريب کچه ډېره لوړه ده.»

محمد مهدي، له هغو په سونو فلسطينيانو څخه يو دی چې سيمې ته بيرته ستانه شوي دي. نوموړي اسوشيېتيد پريس خبري آژانس ته د «بشپړې ويجاړۍ» يوه صحنه تشريح کړه. هغه وويل چې يو شمير ودانۍ په بشپړه توګه سوځيدلي دي.

يوه بل اوسيدونکي یحي ابو عوف، وويل په داسې حال کې چې يو شمیر مريضان نږدې پراته روغتون ته انتقال کړل شوي ول، په روغتون کې سره له دې هم ناروغان، روغتيايي کارکوونکي او بې ځايه شوي کسان چې دلته یې پناه اخيستې ده، موجود ول.

د يکشنبې په ورځ د روغتيا د نړيوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم غيبريسس، په روغتون کې د موجود يوه کارکوونکي له قوله ويلي ول چې د شفاخانې د محاصرې په ترڅ کې ۲۱ مريضانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وويل: «۱۰۷ مريضان د روغتون د ساحې په يوې غير مناسبې ودانۍ کې دي چې اړينې روغتيايي مرستې، طبي پاملرنې او اړينو توکو ته لاس رسی نه لري.« غيبريوسس زياته کړه چې په دې مريضانو کې څلور ماشومان او ۲۸ سخت ناروغان شامل دي چې د «طبي پاملرنې اړينو وسیلو» ته لاس رسی نه لري.

د حماس د روغتيا وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې د حماس پر ضد د اسرائيل پوځ د جګړې له پېل راهېسې تر اوسه لږ تر لږه ۳۲ زره او ۸۴۵ فلسطينيان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي. همدا راز ۷۵ زره او ۳۹۲ کسان ټپيان شوي دي.

اسرائيل د فلسطينيانو پر وسله واله ډله حماس تور لګوي چې د روغتون څخه د پوځي موخو له پاره کارا خلي او د غزې پر يو شمیر روغتونو یې چاپې وهلي دي. د غزې روغتيايي چارواکي د اسرائيل دا تورونه ردوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب