1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: یو لوړ پوړی پلاوی مو په رسمي بلنه ایران ته تللی

۱۴۰۰ دی ۱۹, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی ایران ته رسیدلی دی. تر واکمندیو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان په دغه ډول  یو رسمي سفر ایران ته ځي.

https://p.dw.com/p/45JQE
Iran Afghanistan Taliban Gespräche
انځور زموږ له آرشیف انځور: Tasnim News Agency /AP Photo/picture alliance

 

د طالبانو یو ویاند احمدالله وثیق دویچه ویله آلمان غږ سره په مرکه کې د دغه سفر د تائید سربیره وویل چې په دغه سفر کې د اقتصاد، د صنعت او سوداګرۍ وزیران او د افغانستان بانک د ریس په ګډون د یو شمیر ډیرو نورو وزارتونو مرستیالان او د بهرنیو چارو وزیر ملتیا کوي.

پرون د شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر ۸مه) ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی په رسمي سفر ایران ته تللی.

نوموړي لیکلي: «ایران کې د دغه پلاوي تود هر کلی وشو، په دې سفر کې به دواړه لوري په سیاسي، اقتصادي، ترانزیتي او د مهاجرو اړوند پر مسایلو خبرې وشي.»

له افغانستان څخه د دوغارون سرحد له لاري ايران ته تګ راتګ وځنډید

د طالبانو یو ویاند احمدالله وثیق وایي دغه پلاوی به د ایران له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره خبرې اترې کوي. وثیق زیاته کړه: «په دغه سفر کې چې د افغانستان بانک ریس هم ګډون لري، هلته به د افغانستان د بانکونو په اړه له ایراني چارواکو سره وګوري.»

دا چې دغه سفر څو ورځنی دی، تر دې دمه یې  په هکله څه نه دي ویل شوي خو احمدالله وثیق وایي ښایې دغه سفر اوږد وي.

که څه هم ایران تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو دغه هیواد له طالبانو سره ښې اړیکې لري. د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، د تیر میلادي کال د نومبر میاشتې په نیمایي کې په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي وو او په مختلفو برخو کې یې نظرونه تبادله کړي وو. 

لوړپوړی ايرانی چارواکی: طالبان د ايران له پاره ستراتيژيک ګواښ دی

تهران په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په هکله د روسیې په شمول د ګاونډیو هیوادونو د یوې غونډې کوربتوب کړی وو، داسې یوه غونډه چې طالبان نه و وربلل شوي. په دې غونډه کې له طالبانو څخه غوښتل شوي وو چې له ګاونډیو هیوادونو سره د «دوستانه اړیکو» فضا رامنځ ته کړي. دغه راز یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت په جوړښت هم ټینګار کړی وو.

د دې ټولو باوجود، بیا هم د افغانستان او ایران ترمنځ کشمکشونه موجود دي. د دواړو هیوادونو د سرحدونو ترمنځ قاچاقبران ډیر فعاله دي او هره ورځ په زرګونو پناه غوښتونکي هم له دې لارې تګ راتګ کوي.