1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناوالني کونډه: پوتین زما میړه راوژلی

۱۴۰۲ اسفند ۱, سه‌شنبه

پلټونکو ویلي دي چې دوی په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالني پر جسد د عدلي طب تحقیقات کوي. د نوالني کورنۍ ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د نوموړي جسد ته لاسرسی ولري.

https://p.dw.com/p/4cc6U

پر کرملین د انتقاد کوونکي الکسي نوالني مېرمن یولیا ناوالنایا تیره ورځ په یو ویډیویي پیغام کې د خپل مېړه د مرګ پړه د روسې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین واچوله.

هغې په ​​بروکسېل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له ګډون مخکې په یو ویډیویي پیغام کې وویل: «درې ورځې وړاندې ولادیمیر پوتین زما مېړه الکسي ناوالني وواژه.«

نوموړې روسیې چارواکي تورن کړي دي چې د نوالني مړی یې پټ کړی دی او کورنۍ او وکیلانو ته یې د لیدلو اجازه نه ورکول کېږي.

ناوالنایا ویلي دي چې دوی په دې ډاډه دي چې مېړه یې د نوویچوک اعصابو مادي په وسیله وژل شوی دی. نوموړې همدا راز زیاته کړې چې د روسیې چارواکو د نوالني مړی تر هغه وخته له لاسرسي لرې ساتلی چې د هغه پر بدن د دغه موادو نښې نه وي ورکې شوې.

هغې له کوم ثبوت وړاندې کولو پرته وویل: «موږ په سمه توګه پوهیږو چې پوتین ولې درې ورځې وړاندې الکسي نوالني وواژه... موږ به ژر په دې اړه تاسو ته ووایو. موږ به خامخا معلومه کړو چې دا جرم چا او په ریښتیا څنګه ترسره کړی دی. موږ به نومونه او څېرې روښانه کړو.»

دنوالني د مړینې له اعلان وروسته د هغه مېرمنې ناوالنایا وویل: «زه له پوتین، د هغه له ملګرو، شاوخوا او حکومت څخه یې غواړم چې دوی پوه شي او د هغه څه مسوولیت ومني چې زما له هېواد، کورنۍ او مېړه سره یې کړي دي.»

روسيه

د ناوالني مور ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې سړې خونې ته ورشي

د الکسي ناوالني ویاند ویلي دي، د هغه مور ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې له هغه سړې خونې لیدنه وکړي چې د دوی په باور د ناوالني مړی هلته اېښودل شوی دی.

د ناوالني یوې ویاندې کیرا یارمیش ویلي دي، د دوشنبې په ورځ د ناوالني وکیلانو او د هغه مور ته د روسیې په شمالي ښار سالخارد کې سړې خوني ته د ننوتو اجازه ورنکړل شوه.

نوموړې د ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې لیکلي: «د نوالني یو وکیل چې له ځایي کارمندانو د هغه د جسد په اړه پوښتنه کړې وه نو هېڅ ځواب یې نه وه ورکړی او له هغه ځایه ویستل شوې وه.»

هغې همدا راز زیاته کړې چې څېړونکی خپلو څېړنو ته لا هم دوام ورکوي او وایي چې د مړینې علت لا هم معلوم نه دی.

یارمیش ویلي: «دوی دروغ وایي، وخت اخلي او حتی غواړي هغه پټ کړي.»

د مسکو شمال ختیځ په ۱۹۰۰ کیلومترۍ کې پروت د خارپ زندان چې نوالني پکې د دریو لسیزو له پاره زنداني و، مسوولینو یې ویلي دي چې نوالني د جمعې په ورځ له بې هوښه کېدو وروسته مړ شوی دی.

د نړۍ ډېرو مشرانو د نوالني د مړینې پړه پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه پر حکومت اچوي، خو کرملین د دغه مخالف سیاستوال د وژنې په تړاو لګېدلي تورونه رد کړي دي.