1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اروپا اقتصاد دې د وسلو پر تولید لا زیات متمرکز شي»

۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبه

د ناټو عمومي منشي له غړو هیوادونو وغوښتل چې د اروپا اقتصاد دې لا زیات د وسلو او مهماتو پر تولید متمرکز کړي. هغه وویل روسیې خپل ټول اقتصاد پر جګړې متمرکزه کړی دی، مونږ هم باید د خپل امنیت له پاره لا ډیر کوښښ وکړو.

https://p.dw.com/p/4cGwU
NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg
د شمالي اتلانتیک پوځي تړون یا (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګانځور: picture alliance/Bill Clark/CQ Roll Call/Sipa USA

د شمالي اتلانتیک پوځي تړون یا (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د «ولټ ام زونټاګ» په نامه المانۍ ورځپاڼې ته وویل: «مونږ باید په چټکۍ سره د خپل صنعتي بنسټ بیارغونې ته پراختیا ورکړو، څو وکولی شو اوکراین ته د [وسلو او تجهیزاتو] لیږد زیات کړو او خپلې زیرمې بیرته ډکې کړو. یعنې د سولې پر مهال له سست تولید څخه ګړندي تولید ته مخه وکړو چې د شخړو پر مهال ورته اړتیا لرو.»

د ناټو عمومي منشي ټینګار وکړ: «ناټو له روسیې سره د جګړې په لټه کې نه ده، خو ځان باید د څو لسیزو احتمالي مخامخ کیدنې ته چمتو کړو». نوموړي زیاته کړه: «له همدې امله د ناټو غړي باید په بیړه د وسلو د صنعت په برخه کې تړونونه وکړي. د بازار په اقتصاد کې د وسلو تولیدونکي د خپلو تولیداتو د زیاتولو په خاطر لاسلیک شوو تړونونو ته اړتیا لري، او د اروپا صنایع دا ډول قراردادونو ته ډیر ضرورت لري چې باید ژر لاسلیک شي.»

سټولټنبرګ یادونه وکړه چې د لویدیځ اقتصاد او صنعتي ځواک له روسیې څو برابره لوی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې یادې آلمانۍ ورځپاڼې ته زیاته کړه: «بیا نو مونږ د وسلو د تولید او پانګونې په برخه کې له روسیې څخه د مخکې کیدو ابزار په لاس کې لرو.» د هغه په خبره په دې برخه کې غفلت او بې پروایي د اروپا امنیت په خطر کې اچولي شي.

د ناټو سر منشي وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هیواد اقتصاد د یوې اوږدمهالې جګړې له پاره تیاروي: «هغه (پوتین) د روسیې د پوځي لګښتونو ۷۰ سلنې ته د لوړولو امر کړی دی او له ایران او شمالي کوریا څخه د توغندیو اخیستلو ته ادامه ورکوي.»

سټولټنبرګ د خپلو خبرو په دوام وویل: «دا چې روسیه خپل ټول اقتصاد پر جګړې متمرکز کوي، مونږ هم باید د خپل امنیت له پاره لا زیات کارونه کړو.»

د سټولتنبرګ په خبره د پوتین جګړې وښودله چې په اروپا کې ورته سوله مهمه نه ده. نوموړي خبرداری ورکړ: «که پوتین په اوکراین کې بریالی شي، هیڅ داسې ضمانت شتون نه لري چې د روسیې تیری دې نورو هیوادونو ته سرایت ونه کړي.»

د مدیترانې په سمندرگي کې د ناټو د بیړۍ ګزمه

د هغه به باور بهترینه دفاع اوس د اوکراین ملاتړ او د ناټو د پوځي ځواک زیاتول دي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیران به د راتلونکي چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې په بروکسل کې سره وویني. له هغې وروسته له جمعې څخه تر یکشنبې ورځې پورې به د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس ترسره شي.

د دې کنفرانس اصلي احتمالي موضوعات ښایې د اوکراین پر وړاندې د روسیې یرغلیز برید او د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه وي.

اوسمهال د اوکراین او اسرائیل له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوو مرستو تصویبیدل د دغه هیواد په کانګرس کې بند پاتې دي، ځکه ډیر شمیر جمهوري غوښتونکي سیاستوال له اوکراین سره لا زیاتې پوځي مرستې ردوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح