1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن کمېټې په افغانستان کي خپل ځيني فعاليتونه ودرول

۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې چې یو لوی بشري سازمان دی، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل ځیني فعاليتونه یې په دغه هیواد کې له هغه وروسته ودرول چې طالبانو یې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

https://p.dw.com/p/4U7Lu
سويډن کمېټې په افغانستان کي خپل ځيني فعاليتونه ودرول
سويډن کمېټې په افغانستان کي خپل ځيني فعاليتونه ودرولانځور: Shafiullah Kakar/AFP/Getty Images

د طالبانو ادارې تېره اونۍ وویل چې په ستاکهولم کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې باید په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه ودروي، خو څرګنده نه ده چې دا حکم به پر کومو بنسټونو پلي کېږي.

«په سويډن کې يو سړی غواړي بيا قرآن کريم ته اور واچوي»

مرستندویه ډلې د طالبانو له ادارې سره تر خبرو اترو وروسته په یوه بیان کې ویلي "د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې ځینې فعالیتونه درول شوي دي."

د دغې کمېټې په مرسته په افغانستان کي په زرګونه کارکوونکي په ټول هیواد کې د روغتیا، پوهنې او کلیو پراختیا په برخو کې کار کوي او تیر کال یې په کلینیکونو کې د ۲،۵میلیونه ناروغانو درملنه کړې وه.

د سویډن پولیسو د تورات او انجیل سوځولو له پاره مظاهرو ته اجازه ورکړه

د افغانستان له پاره د سویډن کمیټې په دې اړه تر اوسه پوري توضیحات نه دي ورکړي چې څومره فعالیت یې درول شوی دی. خو یادي کمیټې ژر تر ژره د فعاليتونو د بیا پیل د تصویب غوښتنه کوي.

سویډن د قران کریم د سوځولو پر لاریون بندیز وضع کړ

د طالبانو د اقتصاد وزارت، چې غیر دولتي سازمانونه اداره کوي، سمدستي له تبصرې څخه ډډه کړې ده.

په افغانستان کې مرستندویه ډلي له دې کبله چي ښځينه کارکوونکي يې دندو ته نه پرېښول کيږي، سخت زیانمني شوي وې.