1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د توپخانې د مهماتو ستر تړونونه لاسليک کړي دي

۱۴۰۲ بهمن ۳, سه‌شنبه

د ناټو پوځي ائتلاف اوکراين ته د روسیې پر ضد جګړې له پاره د وسلو د ورکړې له کبله د پوپخانې د مهماتو له کمښت سره مخامخ دی. اوس دغه ائتلاف د مهماتو د رانيولو د يو ميليارډ يورو څخه د ډېر ارزښت قراردادونه لاسليک کړي دي.

https://p.dw.com/p/4bb2h
اوکراين ته د وسلو د ورکړې له کبله د ناټو د مهماتو زېرمې خالې شوي دي
اوکراين ته د وسلو د ورکړې له کبله د ناټو د مهماتو زېرمې خالې شوي ديانځور: Björn Trotzki/IMAGO

لږه موده وروسته به پر اوکراين د روسیې د يرغل دوه کاله پوره شي. او له دقيقې همدومره مودې راهېسې لویديځ د اوکراين پوځ ملاتړ کوي: پر معلوماتو سربیره د لوژيستک او د تجهیزاتو په برخه کې.

اوکراين ته زياتره مهمات د ناټو له زيرمو څخه ورکړل شول چې دا څه د لویدیځ د دې دفاعي اتحاد په ذخیرو کې د لوې تشې باعث شول.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ، ويلي ول: «په اوکراين کې جنګ د مهماتو په يوه جګړه اوښتی دی.»

ناټو اوس تر يو میليارد يورو د ډېرو پېسو په ارزښت تړونونو له لارې خپلې ذخيرې بيرته ډکوي. د ناټو د تدارکاتو آژانس «NSPA» د آلمان او فرانسې د شرکتونو سره د کابو ۱،۱ میليارد يورو په ارزښت د توپخانې د مهماتو تړونونه لاسليک کړي دي.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

د ناټو د تدارکاتو د آژانس په وينا ۱۵۵ ملي متره دغه ګولۍ د توپخانې د سيسټم په څيزر او هاوبڅ ۲۰۰۰ ډول کې کاريږي. د توپخانې دا دواړه سیسټمونه د اوکراين له خوا د روسیې پر وړاندې دفاعي جګړه کې کارول کيږي.

د معلوماتو په حواله هغه شرکتونه چې دا قراردادونه یې ترلاسه کړي دي د فرانسې Nexter Munitions (KNDS) شرکت او د آلمان Junghans Microtec شرکت دی.

ستولتنبیرګ تر دې دمخه ويلي ول: «مهمه ده چې زموږ متحدين خپلې زېرمې ډکې کړي، په داسې حال کې چې موږ له اوکراين سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګانځور: Dursun Aydemir/Anadolu/picture alliance

د اوکراين حکومت تل له خپلو متحدينو څخه د لا زياتو مهماتو غوښتنه کوي څو د روسیې په مقابل کې دفاع وکړای شي.

د مهماتو لومړۍ جوپه به په دوو کلونو کې وسپارله شي

د ناټو د معلوماتو په حواله په آلمان او فرانسه کې دواړه شرکتونه بايد تقريباً ۲۲۰ زره ګولۍ جوړې کړي چې تمه کيږي لومړۍ جوپه به یې د ۲۰۲۵م کال په پای کې وسپارله شي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ دا ډول پروژې «دفاعي صنعت ته وده ورکوونکې» وبللې. نوموړي وويل چې دا معامله د دې تضمين کوي چې د ائتلاف غړي سم مهمات په لاس کې ولري. د تېر کال په جولای میاشت کې د وسلو د توليد پر عملياتي برنامې له توافق سره د ناټو د تدارکاتو آژانس «ان اس پي ای» تر اوسه د څه نا څه لس ميليارډه ډالرو (۹،۲ میليارډ يورو) په ارزښت تړونونه کړي دي.

د «ان اس پي ای» د خپلو معلوماتو په حواله دا تازه تړون د ائتلاف د دريو غړيو په نوښت رامنځته شوی دی.

د ناټو د تدارکاتو آژانس د جنورۍ مياشتې په سر کې د پاتريوت ډوله د تر۱۰۰۰ دافع هوا راکټونو د رانیولو د يوه تړون خبر ورکړی وو. د دې وسلې ارزښت ۵،۵ میليارده يورو ښوول شوی وو چې په دې ترتیب دا د ناټو د دغه آژانس تر ټولو ستر سفارش بلل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب