1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ په سویلي کارولینا کې نیکي هیلې ته ماته ورکړه

۱۴۰۲ اسفند ۶, یکشنبه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلې، په سویلي کارولینا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په ابتدایي انتخاباتو کې له پخواني ولسمشر دونالد ترمپ څخه ماته خوړلې. ترمپ اوس ځان د امریکا وروستی او یوازنې ژغورونکی بولي.

https://p.dw.com/p/4cqw3
USA Columbia | Donald Trump nach Vorwahl in South Carolina
په سویلي کارولینا ایالت کې تر بریا وروسته دونالد ترمپانځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance

د شنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشت ۲۴ نیټه) د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، د ۲۰۲۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندۍ له پاره، په سویلي کارولینا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په ګوندي انتخاباتو کې خپلې سیالې نیکي هیلې ته ماته ورکړه. د ۸۰ سلنه رایو تر شمیرل کیدو وروسته معلومه شوه چې ترمپ توانیدلی دی تر ۶۰ سلنه رایې خپلې کړي.

تمه کیدله چې په سویلي کارولینا ایالت کې به چې هیلې یې پخوانۍ والۍ وه، دغه سیاستواله ډیرې رایې ترلاسه کړي. خو د خپلې ماتې په منلو سربیره هغې ویلي دي چې په انتخاباتي رقابت کې به نه په شا کیږي.

نیکي هیلې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: «نه ترمپ او نه بایډن کولی شي د متحده ایالاتو خلک بیرته سره یوځای او متحد کړي.»

USA Charleston | Nikki Haley nach der Vorwahl in South Carolina
نیکي هیلې، په ملگرو ملتونو سازمان کې د امریکا پخوانۍ سفیرهانځور: Justin Sullivan/Getty Images

۷۷ کلن ترمپ د جنورۍ په ۲۴ نیټه په نیو همپشایر ایالت کې هم د ۵۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره له نیکي هیلې مخکې شوی وو او اته ورځې مخکې تر هغې هم د آیووا ایالت په ټاکنو کې د پام وړ ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره خپل رقیبان تر شا پریښي ول.

ترمپ د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د محافظه کارانو په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د راتلونکي یو «تورتم انځور» وړاندې کړ. هغه وویل: «مونږ اوس د جو بایډن د ولسمشرۍ په دوره کې په دوزخ کې ژوند کوو او ماته رایه راکول، آزادۍ ته د بیرته ستنیدو یوازنی ټکټ دی.»

راتلونکي اونۍ (د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۵) به د امریکا په تر ۱۲ ډیرو ایالتونو کې مقدماتي ټاکنې ترسره شي. د امریکا د ولسمشرۍ دورې وروستۍ ټاکنې به هم د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۵ نیټه ترسره شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب