1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

په مسکو کې د برید څلور تورن کسان محکمې ته حاضر کړل شول

۱۴۰۳ فروردین ۶, دوشنبه

په مسکو کې پر کروکاس تالار تر برید دوې ورځې وروسته د دغه برید تورن کسان يوې محکمې ته حاضر کړل شول. دا څلور کسان تورن دي چې په برید کې لاس لري. په محکمه کې د دغو تورنو انځورنه ښیي چې شدید شکنجه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4e5Pq
Russland Moskau | Trauer nach Anschlag auf die Crocus City Hall
برید کوونکي مخکې له دې چې د موسیقۍ د تالار ودانۍ ته اور واچوي، پر نندارچیانو یې ډزې وکړې.انځور: Vitaly Smolnikov/AP Photo/picture alliance

په مسکو کې پر کروکاس تالار تر برید دوې ورځې وروسته د دغه برید تورن کسان يوې محکمې ته حاضر کړل شول. دا څلور کسان تورن دي چې په برید کې لاس لري او ښایي په عمري بند سزا محکوم شي. په محکمه کې د دغو تورنو انځورنه ښیي چې شدید شکنجه شوي دي.

څلور کسان چې ویل کیږي تاجيکي تابعیت لري د روسیې په پلازمینې مسکو کې یوې محکمې، د جمعې په ورځ (د مارچ مياشتي ۲۲) پر کروکاس تالار د برید له امله تورن کړي دي.

د باسماني سیمې محکمې د دغو کسانو نومونه محمد صابر فیضف، مراد علي رجب علیزاده، فریدون شمس الدین او دلیرجان میرزایف یاد کړي.

دغه کسان چې د عمري بند له احتمال سره مخامخ دي، د می میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې به په موقتي توګه په بند کې وي.

د تورنو کسانو له ډلې دریو تنو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

روسي رسنیو ویلي دي چې دغه څلور کسان د تاجيکستان تابعيت لري او په روسیه کې اوسیدلي دي.

همدې رسنیو په محکمه کې د دغو څلورو کسانو انځورنه خپاره کړي دي چې په کې لیدل کېږي، یو تورن په ویلچیر کې محکمې ته راوستل کېږي.

د یوه يې یو غوږ په بنداژ تړل شوی وو، او د بل تورن د سترګو شاوخوا او غاړه زخمي وه. د یو بل مخ پړسیدلی او په سختۍ یې سترګي خلاصولې.

د کروکاس تالار چې زرګونه څوکۍ لري، د برید په تړاو یې ۱۱ شکمن کسان نیول شوي دي.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

برید کوونکي مخکې له دې چې د موسیقۍ د تالار ودانۍ ته اور واچوي، پر نندارچیانو یې ډزې وکړې.

په برید کې ۱۳۷ کسان ووژل شول او د ټپیانو شمېر ۱۸۲ کسانو ته رسېدلی دی.

داعش ترهګرې ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستې او یوه ویډیو یې خپره کړې چې پکې بریدګر د پیښې په ځای کې لیدل کیږي.

د دې فلم په عربي ژباړه کې چې داعش ته اړوند ویب سایټ کې خپره شوې لیکل شوي «پرعیسویانو خونړي بریدونه».

د دې ویډیو په پیل کې، په وسلو سمبال یو بریدګر د تلار په دروازه کې داسې مهال ډزې کوي چې د قربانیانو جسدونه په ځمکه پراته دي. وروسته کمره د نورو بریدګرو پر لور تاویږي.

له هغه وروسته، څلورکسان د کروکاس تالار تشې برخې په لور حرکت کوي. د فلم په عربي ژباړه کې چې د برید کوونکو خبرې ښیې وایي: «هیڅ رحم مه کوئ.هغوی ووژنئ... موږ دلته د خدای د حکم له پاره راغلي یو.»

که څه هم داعش د برید پړه پر غاړه اخیستې ده، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین مسول ګڼي.

روسیه دغه څلور نیول شوي کسان د برید عاملان بولي او وايي چې اوکراین ته د تګ پر مهال نیول شوي دي.

اوکراین په دغه برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.